قرآن کریم ، پوښتنو ته ځواب او د بشري پېښو انځورګر کتاب


 لیکوال: محمدناصر حلیمي

پوښتنو ته ځواب او د بشري پېښو انځورګر کتاب

قرآن بشري پېښو، پښتنو او غوښتنو ته مستند ځواب او پر ځای خبرې، د وګړیزو، کورنیزو او ټولنيزو پېښو انځورن، د طبیعي او بشري سرچینو برسېراند، د فرد او ولس د عروج او زوال، د بشر د عقلي، عاطفي او جسمي ودې او ځپنې د عواملو او عاملینو پېژندتون، د بشري، سوچونو، ویناوو او چارو د سیستمونو او پایلو نندارتون دی.

دا کتاب د تطبیق لپاره او نزول یې تطبیقي دى، په ۲۳ کلونو کې د پېښو په تړاو د تعلیل، تحلیل، نقد، قضاوت، رد او تاييد په بڼه د پوښتنو په ځواب کې عملي او سهل الهضمه لارښوونې لري، چې د عملي ژوند د لا سمون لپاره نازل شوی دی، له عملي زده کړې نه پرته د قرآن کریم لوستل هغه شخصیت ځپونکی او ټولنویجاړوونکی نوښت وو چې په وروستیو پېړيو کې رامنځته شو، دا په داسې حال کې چې قرآن کریم، ګڼو احادیثو او مجتهدینو بد ګڼلی او غندلی یې دی. د بېلګی په توګه لاندې څو احادیث د یادونې او تأمل وړ دي، قرآنپوهان د بشـر  ژغورنې په پار دې احادیثو ته ځیر شي او بشریت له بې علمه او بې عمله قرآن لوستنې له ګردابه وژغوري.

د ژوندانه په ټولو اړخونو کې هېڅوک داسې یوه پېښه نشي ښودای او نه داسې پوښتنه کړای شي، چې قرآن کریم يې د ځواب یا د پېښې د وړاندوینې، راتګ او شالید عوامل او پایلې نه وي ښودلي.

د مثال په توګه: موږ بشري پرګنې خپل هېوادونه له موجوده سیاسي، اقتصادي، امنیتي، صحي، مالي او تجارتي بحرانونو څخه څنګه ژغورلای شو؟ او داسې نورې پوښتنې. ټول په قرآن کریم کې ځوابونه لري ؛ خو ځواب يې لوړه علمي وړتیا او عاطفي سپېڅلتیا غواړي، قرآن کریم د ټولنیز عقلي انکشاف په پرتله زده کېږي او دودیږي. که لویدیځوالو عقلي انکشاف ته کار نه وی کړی، اسلام پکې دومره زر نه دودېده او که مسلمانانو عقلي انکشاف ته کار کړی وی د اسلام له ادعاء سره له اسلامه دومره ډېر نه لرې کېدل.


No comments:

Post a Comment