۱. وېرې او خپګانونه له منځه وړي


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱.          وېرې او خپګانونه له منځه وړي

قرآن داسې هدايت دی، چې تطبیق يې په ټولنو او وګړو کې وېرې او خپګانونه له منځه وړي، انسانانو ته د ډاډمنې ټولنې، پياوړي روح او خوښمن روان د جوړولو داسې پلي کېدونکي اصول او قواعد ورښيي، چې وګړیزه او ټولنیزه ترهه او خپګان يې ژوند ته لار نشي پيدا کولای او نه يې روح او روان ځپلی او غندلای شي.

په مؤمنو ټولنو کې سترې غمیزې او ستر غمازان د مؤمنو وګړو روحیه نشي ماتولای ځکه تطبیقی قرآن وېری او خپګانونه پر ډاډ او خوښۍ بدلوي.

«قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (٣٨) وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِاٰيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ(۳۹)».[1]

(موږ وويل چې تاسې ټول له دې ځايه كوز شئ، بيا چې درته زما له خوا كوم هدايت درشي، نو څوک چې زما هدايت ومني ؛ پر هغو به څه وېره او غم نه وي او څوک چې د هدايت له منلو انكار وكړي او زموږ آيتونه دروغ وګڼي، هغوى داسې دوزخ ته ورتلونكي دي، چې تل به پکې پراته وي).

نو معلومه شوه چې د قرآن کریم له لارې بايد په وګړو او ټولنو کې د وېرې، خپګان، اندېښنو، غمونو او پرېشانیو ټول عوامل او علتونه له منځه يوسو، خوشحاله وګړي، پرمخ تللې کورنۍ، خوښمنې ټولنې حقپال او ژمن حکومتونه، کورنیز سیستمونه او ټولنیز جوړښتونه رامنځته کړو.



[1]. البقرة: 38-39.


No comments:

Post a Comment