لیکوال:محمدناصر حلیمي
۲۰.
ايماني هدايت
ایماني هدایت مو ځکه وروسته یاد کړ، چې د هدايت
پورته ډولونه باید د
ایمان په رڼا کې وشي، پورته چارې که د ایمان په لمسون ونشي، انسانان پخپلو تنګو او
وړو فکرونو سره د بشري پرګنو په زیان کاروي.
ایمان انسان د خپلو نفسي ناوړه
غوښتنو، انسانانو او چاپېريال.. له بنده ګۍ څخه ژغوري، د کايناتو له پالونکي
سره سم او کره پېژندګلوي مومي پر اسماني کتابو، د ملايکو پرشتون، پېغمرانو، تقدير
او له مرګه وروسته د ژوند پر حقوالي، د آخرت د ورځې پر مکافاتو او مجازاتو
عملي، فکري او نېکو چارو ته هڅاند او ځيروونکي باور ته وايي، د قرآن کریم لوستل، ځان پرې پوهول دقت پکې کول انسان همداسې لوړو او
منتجو اعمالو سپېڅلو عالي ويناوو ته رسوي، ايماني هدايت ګڼل کېږي.
«وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ يَهْدِ
قَلْبَهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ».[1]
(څوک چې پر الله تعالی ايمان راوړي، الله تعالی يې جسم، عقل او عاطفه د
خپلو اساسي دندو اجرا ته چتمو کوي او يقيناً الله تعالی په هر څه پوه دى).
دا چې درانه اخلاق د رښتیني ایمان مېوه ده، دروغ چې کرغېړن عمل دى، قرآن کریم يې له بوت لمانځنې سره
مل یادوي او غندي.
«فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ
الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ (٣٠) حُنَفَآءَ لِلَّهِ غَيْرَ
مُشْرِكِينَ بِهِ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَاءِ
فَتَخْطَفُهُ الطَّيْرُ أَوْ تَهْوِي بِهِ الرِّيحُ فِي مَكَانٍ سَحِيقٍ (٣١)
ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ الله فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ(۳۲)».[2]
(نو د بوت لمانځنې او دروغ وینا له پلیتیو ځانونه وژغورئ او مشرکان کېږئ
مه! څوک چې له الله تعالی سره نور څه شریکوئ داسې دی لکه له آسمانه چې را پرېوتی
وي او مرغان يې د وجود ټوټې وخوري. يا باد یې لرې او ژور ګړنګ ته وغورځوي).
د انسان په زړه کې د ایمان د ځاينیوي نښه دا ده، چې له ګناه ژغورونکې او د نېکچارې په
زړونو کې الهي وېره او هڅه رامنځته شي او د انسان او انساني ټولنې سمبالښت او پرمخ
تګ لپاره د انسان عقل او عاطفه پياوړې او پرې پايلنې چارې ترسره کوي.
ایمان د قرآني هدايتونو سرچينه ده،
څومره چې ایمان غښتلی وي، هومره انساني روزنه هسکه، ګټوره او سپېڅلې ده.
له الله
تعالی سره داسې پېژندګلوي چې انسان نېک چاری او
له بدو وژغورل شي، حقونه ادا کړي او له حقتلفۍ ځان وژغوري، عقيده د حق ادايېنې
يو عقد او تړون وګڼي. له الله تعالی پرته یې هېچا
ته په هېڅ پلمه سر ټيټ نشي، هیله او وېره یې یواځې په الله تعالی پورې وي.
د خپل وجود هر غړی او د ژوند هره
شېبه په داسې کار، زیار او وینا بوختول چې الهي او بشري حقونه ادا او د حقتلفۍ له
ټولو ډولونو څخه ځان وژغوري. شپه او ورځ د ژوند په هره شېبه او لمحه کې د الله
تعالی یادول ورسره مینه کول او بنده ګان یې د هغه د رضاء لپاره پالل، پنځه وخته
لمونځ، د سهار او ماښام دعاګانې، نیمه شپه کې الله تعالی سره د تهجد په لمانځه کې
خبرې... عبادي هدايت دی.
No comments:
Post a Comment