لیکوال: محمدناصر حلیمي
د قرآن کریم خوندور تلاوت
جبير رضي الله عنه د طور سورت پر اورېدو مسلمان شو: «محمد بن جُبَيْر رضى الله عنه له خپل پلار نه
روایت کوي، وايي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د ماښام په لمانځه کې د
طور سورت واورېد او دا لومړی ځل و چې ایمان مې په زړه کې ځای ونیوه».[1]
ګورئ چې د قرآن کریم یو ځل اورېدل او زړه د ایمان په رڼا رڼېدل، اوس
د دې روایت غوښتنه دا ده چې د قرآن کریم لوستل څه ډول دود کړو، چې لوستل يې زړونه
د ایمان په رڼا روښانه کړي؟.
د مسلمانانو د نېکمرغۍ یو ستر لامل
د قرآن د حافظانو ډېروالی دی، پر دوی باید داسې پانګونې وشي چې قرآن د اواز، معنا او تطبیق له پلوه زده، ځان ته وده ورکړی او خپل شخصیت پرې وروزي.
[1]. البخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل (الجامع الصحيح)، صحيح البخاري: ج 5 ص 86. «عَنْ
مُحَمَّدِ بْنِ جُبَيْرٍ ، عَنْ أَبِيهِ ، قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلى الله
عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَقْرَأُ فِي المَغْرِبِ بِالطُّورِ ، وَذَلِكَ أَوَّلَ مَا
وَقَرَ الإِيمَانُ فِي قَلْبِي».
No comments:
Post a Comment