د قرآن د عملي کولو ژمنتیا


 

۲۰.     د قرآن د عملي کولو ژمنتیا

قرآن هومره د یو انسان زړه او عقل ته ځان سپاري څومره چې د قرآني آیتونو د عملي کولو ژمنه ورسره پخه وي، په لسګونو آیتونه، په سلګونو احادیث او په زرګونو د مسلمانو پوهانو ویناوې پر دې ټینګار کوي چې قرآن د عمل لپاره استول شوی دی، قرآنپوهان او د قرآن زده کوونکي باید د قرآن تر زده کړې د مخه د قرآن تطبیق ته ژمن شي او دا هله کېدای شي چې دوی تر زده کړې هم پر تطبیق ډېر ټینګار ولري.

هغه ټولنه چې قرآن کریم پکې زده او پلی نشي، ډېر ارزانه څيز د انسان ژوند، مال، حیثیت او عقل وي او د زورورو تر واک لاندې په ذلت شپه ورځ کړېږي. سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخلیک به یې پردي ټاکي. دوی به ژوندي وي او وطن به یې د خپلو ګټو لپاره پردي ساتي. د دوی چارواکي پردي مریان، پخپلو هوسونو کې ښکېل او د خپلو ولسونو باداران وي.

په داسې ټولنه کې د مخورو پوهانو دنده باطل او خوله ورو مشـرانو ته لاسونه پړکول، د ظالمانو ستایل، د مظلومانو غندل، د حقونو تروړل او د حقایقو پټول وي. په داسې ټولنه کې ديني علماء او مذهبي پوهان له مسؤليتونو او فرايضو تښتي، په مستحباتو کې يو له بل سره اخته وي. واکوال تل په غوړو شعارونو خلک لوبوي او ویده کوي، پوهان ورته چوپ وي او غوړه مالان ورته لاسونه پړکوي، ژمن پوهان يا بنديانېږي يا ځپل کېږي. داسې ټولنه کې ولس د خپلو واکمنانو د ښو خبرو یادونه او د نمايشي حرکتونو ستاينه کوي، د هغوی له کار، زیار او د ښو پايلو کومه عملي نمونه نه لري.

ولس بيا د روغتيا، سياست، اقتصاد، صنعت، زراعت اختراعاتو او اکتشافاتو په نړۍ کې بې اتله شي، بيا پخپلو ورزش کارو اتلانو وياړي او سندر غاړي د هنر د اتل په توګه پېژني، خو د طبیعي منابعو د تسخیر او د اختراعاتو اتلولي به د نورو ژوندیو ولسونو حق ګڼي. په طبعي، ټولنيزو، پوهنيزو او روغتيايي سيستمونو کې به يې فعاليت کم رنګه او د غفلت کچه به يې لوړه وي.

په پنډوسکي د وچو لرګیو چپه کېدو ته به ژاړي، خو د سوونو انسانانو وژنې ته به خاندي!!

ظالمان هسکه غړۍ ګرځي، ظلمونه کوي او مظلومان په ټيټو سترګو مظلوميتونه زغمي. یو مظلوم د یو ظالم تر شا ولاړ وي او بل مظلوم د بل ظالم ملاتړی وي، دواړه مظلومان یو بل د همدې ظالمانو په لمسون وژني، خو ظالمان د پردې تر شا سره خواږه دوستان وي.

پېغمبر صلی الله عليه وسلم دې خطرناکې موضوع ته داسې ټولنیزه لارښوونه لري:

«عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ، أَنَّ رسول الله ﷺ، قَالَ: «اتَّقُوا الظُّلْمَ، فَإِنَّ الظُّلْمَ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَاتَّقُوا الشُّحَّ، فَإِنَّ الشُّحَّ أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، حَمَلَهُمْ عَلَى أَنْ سَفَكُوا دِمَآءَهُمْ وَاسْتَحَلُّوا مَحَارِمَهُمْ».[1]

(له ظلم نه ځان وساتئ! یقینا ظلم د آخرت په ورځ تورتمونه دي، له حرص او بخل نه ځان وساتئ چې پخواني قومونه يې هلاک او پوپنا کړل او دې ته اړشول چې یو د بل وینه تویه او د بل ناروا ځان ته روا کړي).

په همدې خاطر لومړنۍ ژمنه چې له بني اسراییلو څخه واخستل شوه او موږ هم ورته ژمن یو، د حقایقو، حقوقو او مسؤولیتونو ښکاره کول، اداېینه، د خلکو پوهول او د حقپالنې او ظلم ځپنې لپاره د خلکو ويښول، د دیندارۍ سرټکي دي، چې د اسلام او ایمان بنسټونه دي چې لمونځ، روژه، زکات او حج د اسلام ستنې ورباندې کلکېږي.

په لنډو به دا تریخ حقیقت ووایو: چې حق پالنه نه وي، نوره دینداري الله تعالی ته ارزښت او درنښت نه لري.

«وَإِذْ أَخَذَ الله مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ"آل عمران: ۱۸۷.

(دوی ته هغه پخه وعده هم ورياده كړه، چې الله تعالی ترې اخستې وه، چې تاسې به د كتاب لارښوونې په خلكو كې هرومرو خوروئ او نه به يې پټوئ ؛ خو هغو كتاب شاته وغورځاوه او په لږه بيه یې وپلوره، څومره ناكاره راكړه وركړه ده، چې دوى يې كوي).

دينپوهان هله د دين د احکامو له ترويجه ډاريږي چې خپله د دين عملی ممثل نه وي.

د دوی سودا ځکه ډېره بده وه چې شخصي ګټې یې ترلاسه او اجتماعي ګټې یې وبایللې، د اجتماعي ګټو ساتنه د راتلونکو نسلونو ګټې ساتي؛ خو هغه ګټې یې چې د دوی د حال، حیثیت او راتلونکو نسلونو عزت پالي له لاسه ورکړي.



[1]. قشيري مسلم بن الحجاج ، صحيح مسلم: ج 4ص 1996.


No comments:

Post a Comment