لیکوال : محمدناصر حلیمي
۲. علم او ایمان
د قرآني لارښوونو پلي
کول تخصصي او علمي متره غواړي، د ژوندانه ګڼ ډګرونه دي، هر ډګر ته اسلام خپلې
لارښوونې لري، په اړونده ډګر کې چې ژمن متخصصین ونلرو شرعي لارښوونې په ناپوهۍ نشي
پلي کېدای د بېلګې په توګه، هغه ولسونه چې په روغتیايي اصولو نه پوهېږي، د قرآن
کریم روغتیايي لارښوونې روښانولاى او تطبیقولای نشي، د قرآن کریم د تطبیق لپاره اړ
یو چې د نړېوالو طبي اصولو سره برابر کادرونه وروزو.
لنډه دا که څومره یو تن په ژوند پوهېږي،
هومره به په قرآن کریم پوهېږي، څومره چې د نېکمرغه ژوند له اساساتو بې خبره وي ؛ هومره
به د قرآني لارښوونو د موخو په پوهېدو او تطبیق کې پاتې راغلی وي.
که غواړو ژوند زده کړو باید قرآن
کریم زده کړو او که غواړو قرآن کریم زده کړو باید ژوند زده کړو ځکه چې الله تعالی
قرآن کریم د خپل علم پر اساس رالېږلی دی، د ژوندانه پر اصولو له پوهېدا پرته د
قرآن تطبیق ناشونی دی.
«لَكِنِ الله يَشْهَدُ بِمَا
أَنْزَلَ إِلَيْكَ أَنْزَلَهُ بِعِلْمِهِ وَالْمَلَائِكَةُ يَشْهَدُونَ وَكَفَى
بِاللَّهِ شَهِيدًا».[1]
(خو الله تعالی ګواهي وايي چې څه يې نازل کړي پخپل علم يې
نازل کړي، ملايکې
په همدې ګواه دي او الله تعالی د ګواهۍ لپاره کافي دى).
او قرآني ژوند په وړو او سترو
ډګرونو کې د سترو بریاوو لپاره سپېڅلو اتلانو ته د تجربو او بریاوو ګټورې، رڼې او په زړه پورې
لارښوونې دي، د خبرو
د لا وضاحت لپاره د خوشحال خان دا شعر بايد وليکم:
چې دانا نکړې ګردش د زمانې زده به نکړې ګردش د زمانې
قرآن باید د علم په قوت توضېح شي، ريښتیني
حاملين یې باید د علم لپاره زیار وګالي، د نړۍ تر ټولو خلکو زيات مسلمانان باید
ډېر عالمان وي، ځکه د دوی د دین اساس دنیوي او اخروي علوم دي.
«فَتَعَالَى الله الْمَلِكُ
الْحَقُّ وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْآَنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يُقْضَى إِلَيْكَ
وَحْيُهُ وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا».[2]
(الله تعالی هسک او لوړ حقيقى باچا
دى، د قرآن کریم په لوستو تر هغې تلوار مه كوه چې بشپړه وحې درته نه وي راغلې او دعا وكړه چې اى پروردګاره! علم مې لا زيات کړه).
د مسلمانانو تخصص چې څومره په طبیعي علومو کې اوچتېږي هومره د
اسلام او ايمان رڼا خپرېږي، قرآني زده کړې
او تطبیق ته په منتجه بڼه مخه هوارېږي.
علم
او ایمان، علم او قرآن، قرآن او ایمان یو له بل سره د قرآن کریم په ښوونیز او
روزنیز نصاب کې مل او یو له بل سره پېيلي وړاندې شي، په قرآني ژبه ورته «نُورٌ عَلَى نُورٍ» یعنې رڼا د رڼا په ملتیا،
علم، ایمان او قرآن د انسان په ضمیر او ټولنه کې داسې دی لکه په یو وخت کې چې درې
لمرونه روښانه شوي وي، که موږ د اسلامي ټولنو حکومتونه، ادارې، روغتيايي ټولنې، عدلي
او قضايي ارګانونه د نارواوو له پلوه د قرآن کریم په رڼا
کې وڅېړو، نو زياترې چارې یې حرامې او د قرآن کریم له لارښوونو سره په ټکر کې دي، لامل
يې د بې ایمانۍ او خاينانه ټولنې
په تورتم کې د قرآن کریم زده کول دي، د دې ناورین د خاتمې لپاره باید د امانت دارۍ
د ډېوې په رڼا کې خپل زړه او عقل د قرآن کریم په زدکړه او د ایمان په قرآني رڼا
روښانه او قرآن د علم او ایمان پر بنسټ زده او د نسلونو
شخصیت پرې کره او پوره وروزو.
پېغمبري دود د قرآن
لپاره همداسې و چې لومړی ایمان زده کېده، بیا قرآن او د ایمان بنسټ هم علم دی.
«عَنْ جُنْدُبٍ، قَالَ:
«كُنَّا عَلَى عَهْدِ النَّبِيِّ ﷺ غِلْمَانًا حَزَاوِرَةً، تَعَلَّمْنَا
الْإِيمَانَ قَبْلَ أَنْ نَتَعَلَّمَ الْقرآن، ثُمَّ تَعَلَّمْنَا الْقرآن
فَازْدَدْنَا بِهِ إِيمَانًا». [3]
(له
جندب نه روایت دی، چې موږ د پېغمبرﷺ په زمانه کې پیاوړي زلمیان وو لومړی مو ایمان
زده کړ، بیا مو قرآن کریم زده کړ، چې ایمان مو ورسره ستر او پیاوړی شو).
پورته
حديث کې اول جسمي سلامتيا او پياوړتيا ياديږي بیا عاطفي او ایماني روزنه او بيا
قرآني زده کړه دا ځکه چې روغ عقل په روغ جسم کې وي او له روغ عقل پرته د قرآن زده
کړه ګټوره نده.
ابن عمر رضي الله عنه
به ویل: «تعلمنا الإيمان، ثم تعلمنا القرآن، فجآء نور القرآن على نور الإيمان، فتم
نور الله في قلب
المؤمن». [4]
(لومړی مو ایمان زده کړ او
بیا قرآن او قرآني رڼا له ایماني رڼا
سره ملګرې شوه او د مؤمن په زړه کې الهي رڼا پوره شوه).
يعنې
ايمان هغه الهي رڼا ده چې په عالمانه قرآن لوستو سره د کمال او جمال هسکې مرحلې ته
رسيږي.
د قرآن کریم
تر زده کړې مخکې د ایمان زده کړه ځکه اړینه ده، چې له قرآنپوه نه انسی او جني
شیطانان د دین په نامه د بې دینۍ کار نشي اخستلای. عمر بن الخطاب رضي الله عنه به
لس لس آیتونه زده کول، د بقرې سورت يې په شپږو کلونو کې زده کړ، تلاوت به يې زده
کاوه په یادو به یې یاداوه، بیا يې د عبادت په موخه عمل پرې کاوه.
زموږ د سیاسي او اجتماعي ځوړتیا اساسي لامل همدا دی، چې موږ د پېغمبري نصاب پر اساس خپل قرآني تدریس پر مخ نه بیایو، له کړکېچ څخه د راوتو
لپاره دغه
نبوي دود او لار (منهج) باید بیا په قرآني تدریس کې را ژوندی شي.
عمر بن خطاب رضي الله عنه ۱۲دولس
نیم کاله داسې عادلانه او عالمانه حکومت وکړ، چې د هېڅ مسلمان او نامسلمان حق پکې
نه دی تلف شوی او نن هر عدلپال او حقپال وګړي پرې ویاړي، لامل يې په نبوي دود
قرآني زده کړه وه، زموږ کار چې برکت نه لري، لامل یې دا دی، چې د شرعي علومو زده
کړه مو له نبوي دود سره ټکر لري، په دې اړه ابن قیم الجوزي رحمه الله وايي: « فيتغذى
القلب من الإيمان والقرآن بما يزكيه ويقويه، ويؤيده ويفرحه، ويسره، وينشطه، ويثبت
ملكه». [5]
(زړه (عقل او عاطفه) په ایمان او قرآن
کریم مړېږي او خړوبېږي، قرآن کریم زړه سپېڅلی او غښتلی کوي، تاییدوي او خوښمنوي، خوشحالي پکې مومي، خوځښت
او حرکت پکې پیدا کوي، استعداد يې غوړوي او پیاوړی کوي).
قرآن کریم د علم او ایمان د ودې او پخلاینې کتاب دی، علم او ایمان
ته د انسان په وجود کې وده ورکوي، د علم او ایمان پر اساس باید زده شي، له عالم او مؤمن څخه زده او عملي شي، په قرآن کریم کې د
علم او ایمان مخې ته پراته خنډونه غندل شوي دي، د علم او ایمان د ودې، پرمختګ او
پخلاېنې پوهان، وسایل او دلایل ستایل شوي دي او بشري عواطف او عقلونه ورته هڅول
شوي.
د قرآن کریم تفسیر او زدکړه دوی وزری لري چې یو
یې علم دی او بل ایمان.
که اسلامي امت غواړي چې د بشريت په اړه خپله ژمنه ترسره کړي، بشـريت د ژوند په ټولو
ډګرونو کې نېکبخته او نړېوالو ته هدايت او رحمت شي، باید
نړېوالو ته د ژوند په ټولو اړخونو، علومو او فنونو کې د ایمان په رڼا روښانه شوي
او روزل شوي ستر ستر علمي متخصصین وړاندې کړي.
قرآن د حکیم او خبیر الله تعالی
لخوا نازل شوی دی، آیتونه يې د کایناتو د
نېکمرغۍ او د پټو اسرارو او ښکاره مفاهیمو هغه مجمله او مفصله ټولګه
ده، که زده او تطبیق شي بدمرغي خپله د بشر له کلي او سیمې کډه کوي؛ قرآن کريم پرته له علم او حکمت نه زده کېږي او نه تطبيقېږي.
او دا کار د هغې لوراندې، عالمې او مؤمنې قرآنپوهې ډلې کار
دی، چې تر ځان د خلکو په درد ډېر دردیږي او تر شخصي مصلحت د انسانیت مصلحت ته ډېر
پسخیږي.
حکمت او عملي پوهه د قرآن کریم
اساسي شرط دی، حکمت او د نړۍ له اسرارو سره بلدتیا د قرآني آیتونو سم تفسیر او له
قرآن کریم سره د تړاو رښتینی تصویر دی.
«الر كِتَابٌ
أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ».[6]
(الر- داسې کتاب دى چې آيتونه يې محکم
شوي، بیا په تفصیل سره د حکیم او خبیر ذات له لوري بیان شوي دي).
یعنې د دې کتاب
آیتونه د ډېر باخبره او حکیم ذات له لوري کوټلي او بیا را سپړل شوي دي.
قرآنپوهنه لوړې علمي کچې ته اړتیا لري، ځکه چې د اسلام د
دين بنسټ علم دى او د علم له چینې خړوبیږي، له علم پرته د دين د بیان او تشرېح حق
نه ادا کېږي، د علمي کچې د لوړوالي په تناسب موږ دين ته خدمت کولاى او عملي کولاى
شو.
«وَتِلْكَ الاَمْثَالُ
نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلاَّ الْعَالِمُوْنَ».[7]
(او دا
مثالونه خلكو ته بيانوو، چې له پوهانو پرته بل څوک خپل عقل پکې پکار نه اچوي).
څومره چې د
بشري پرګنو عقلونه په علم پخيږي هومره د ژوند په سالم او منبتح مديريت پوهيږي.
څوک چې د عدلي قوانینو د تطبیق په
ګټو، د نه تطبیق په زیانونو او د تطبیق په نظام پوه نه وي، د شرعي احکامو د تطبیق
په څرنګوالي او ارزښت نه پوهېږي.
همداسې د ژوندانه نور مثالونه.....
[1]. النسآء: ۱۶۶.
[2]. طه: ۱۱۴.
[3]. البخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل، التاريخ الكبير
للبخاري ، ص ، 912.
[4]. محمد حسن عبد الغفار صفات الله تعالی وآثارها فى إيمان العبد ، ج ۲ ص۱۳.
[5]. ابن قيم الجوزية ، محمد
بن ابي بکر بن ايوب بن سعد شمس ، إغاثة اللهفان من مصايد الشيطان ، ج۱ ص ۴۶.
[6]. هود: 1.
[7]. العنكبوت: 43.
No comments:
Post a Comment