لیکوال:محمدناصرحیلمي
پر نارینه ظلم
له انسان
سره چې ډېرې لانجې وشي، د مريېنې حس پکې پیاوړی کېږي، هغه لانجمنه مېرمنه چې په کور کې د غالمغال لپاره پلمې لټوي،
د دې کور ماشومان د لوړو چارو د ترسرنی ځواک له لاسه ورکوي، دې ښځې ته چې ځان هر څومره درنه ښکاري، خو د یوه مريي مېرمن به وي، نو
نارینه باید د ښځو لخوا وپالل شي.
یو عالم ښځو ته وايي: که خپل خاوند
دې مریى کړ ؛ نو د مريي مېرمنه او که بادار دې کړ ؛ نو د بادار
مېرمنه به یې.
نارینه سره له دې چې د کور لپاره
ډېرې ستړیاوې ګالي ؛ خو پر داسې ښځې واوړي، چې په کور کې هره ورځ خپل خاوند ته نوې اندېښنې را ولاړوي.
No comments:
Post a Comment