لیکوال:محمدناصر حلیمي
عقلي روغتيا
قرآن کریم عقلي روغتيا
رامنځته کوي، له عقل څخه اوهام، خرافات، د اټکل او
تخمين پر اساس ولاړې انګېرنې او بې ثبوته باورونه له منځه وړي. د چل، فریب او
درغلۍ طرحې د انسان په وجود کې ورک کوي. کنګل او منجمد خلک يې څاروي وبلل،
کم عقلي، ناپوهي، بې غوري او بېکاري يې منافقانه او کافرانه ځانګړنې وګڼلې. بشري
پرګنې
يې په زمکه او اسمانونو کې د
انسان په بدن، جسم، عقل، روح، روان کې څېړنو ته ژمنې کړې. د نورو ولسونو د
پرمختيا او ځوړتیا له عواملو سره یې اشنا
او د
روغتیا په اړه یې د
لا ډېرو معلوماتو ترلاسولو ته يې وهڅولې.
No comments:
Post a Comment