لیکوال:محمدناصر حلیمي
۱۵.
انسانپالنه د مدارسو اساسي دنده
قرآن کریم شل ډوله زړونه را
پېژندلي دي، مخکې مو هم ویلي وو چې زړونه هم د
اجسامو غوندې درې ډوله دي د
مدارسو دنده د عقلونو د پياوړي کولو، د عواطفو
د ځلولو او د جسمونو د ځواکمنولو له لارې د ټولنيزو او
وګړيزو کړکېچو رڼول او د جړو اوضاعو حلول دي:
۱. روښانه زړونه: هغه زړونه چې رڼا ترې
٪۱۰۰ تېرېږي، داسې
زړونو ته د قرآن کریم معنا، مفهوم او هدف ور ننوځي دغسې خلک د هدايت لمرونه مشالونه دي، دوى د ژوند تيارې لارې
رڼوي او کږکېچونه سموي.
موږ د مدارسو سرمدرسين له الله تعالی وډار شو
پر
خلکو زړه وسوځوو
د فرعي او اختلافی موضوعاتو پر سر مسلمانان پر ډلو ټپلو ونه وېشو د قرآن کریم زده کړې ته باید یا
د روښانه زړونو خاوندان
ومومو
او يا د قرآن کریم لپاره د
خپلو شاګردانو زړونه راڼه او
بل
کړو.
۲. نیمه شفاف (خړ) زړونه:
هغه زړونه چې یو څه رڼا ترې تېریږي
داسې زړونه شفافې مرحلې ته د قرآن کریم له لارې ورسوو.
۳. تور زړونه: هغه زړونه چې
رڼا ترې نه تېرېږي
د الله تعالی وېره، مينه،
پېژندنه، د مرګ يادونه د قرآن کریم په ملتیا د
ګناه، غفلت او د ظلم
تورتمونه لرې او په روڼ سباوون يې بدل کړو او د قرآن کریم رڼا ورننباسو
د
مختلفو ګناهونو او ظلمونو
له لارې د انسان د عقل او عواطفو رڼښت له منځه ځي او تورېږي چې بیا د قرآن کریم
رڼا نشي ورننوتای.
No comments:
Post a Comment