د عادلانو او عادلانه چارو له پلوه توپير


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د عادلانو او عادلانه چارو له پلوه توپير

زه اوس هم ډېر عادل شخصیتونه پېژنم چې ځينې یې په مختلفو ځایونو کې کار کوي او ځينې وفات شوي دي، له هغوی څخه دا درانه شخصیتونه: مولوي محمد ظاهر کمالي رحمه الله، چې زما لومړنى ؛ خو پياوړى او موثر استاد و. پر بيت المال يې لاس بر و ؛ خو ژوند يې ډېر عادي و. کور، کالي، خوراک، څښاک، پوښاک او د اولادونو ژوند يې د عامو خلکو غوندې و، ژوند يې"وخوره مه مره"او تر وروستي عمره د خپلو صالحو اولادونو د لاس حلالې ګټې ته ناست و.

د مرحوم ډاکتر سلیم شاه عادل رحمه الله یادونه اړینه بولم چې زما د ماشومانو ډاکټر و. د خپل جېب لپاره یې معامله نه درلوده. داسې هم شوي چې د شلو افغانیو په دارو یې سخت رنځور ماشوم جوړ شوی دی.

مرحوم مولوي ابراهیم کاموي د شهید موسی شفیق (رحمهما الله) پلار د بلخ د پخوانۍ استيناف مرافعې رئیس و. کله چې له دندې نه تبدیل شو او کورته بېرته راستنېده، نائب الحکومة د مولوي صاحب د کور انتقال لپاره یوه لارۍ کور ته ورولېږله. مولانا صاحب کور مخې ته راووت، لارۍ يې ولیده پوښتنه یې وکړه چې دا د څه
لپاره ده؟

ورته وویل شو: نائب الحکومة صاحب ستا د کور سامان انتقال لپاره را لېږلې ده، خو مولوي صاحب همدا وخت له خپل یو نېچه کړي پوزي، یو تور چای جوش او دوو پیالو سره د کور له وره سره ولاړ و.

داسې ډاکټران هم پېژنم، چې له رنځورو څخه تر هغه دويم فيس نه اخلي، چې هماغه رنځ يې درمل شوى نه وي. داسې ډاکټر هم پېژنم چې مريضان يې ډېر ؛ خو د خپلو څو کوټو د جوړولو توان نه لري، د بدلو درملو له واردوونکیو او درملتون سره ناروا جوړ جاړی نلري. د خدای وېره ورسره ده، د طب امانتي قلم د صحت لپاره کاروي، عواید ورته بې ارزښته کره تشخيص، عالمانه تجوير او حاذقه درملنه ورته ارزښتمنه ده.

داسې څارنوالان او قاضیان پېژنم چې د خپلو اجرايي صلاحیتونو او تنفیذي حکمونو په زور د چا له جېبه پېسې نه باسي. په عايداتي سرچينو کې داسې ځوانان پېژنم، چې د خپلو مراجعينو له خوا په ډاليو نازول کېږي، خو دى يوه پياله اوبه نه څښي او د ډالیو د ورکړې جرات څوک نشي کولای.


No comments:

Post a Comment