۲۱. نېکانو ته لارښوونه او رحمت دی


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۲۱.         نېکانو ته لارښوونه او رحمت دی

(٧٩) ځلې د هدايت لفظ او (٧٩) ځلې د رحمت لفظ په قرآن کې ذکر شوى دى.

«هُدًى وَرَحْمَةً لِلْمُحْسِنِينَ».[1]

(محسنانو ته هدايت او رحمت دى).

تقوا او احسان دوه شرطونه دي، د ژوند په ټولو اړخونو کې له بديو ځان ژغورنه تقوا ده او د وګړپال ژوی پال، نباتپال او ټولنپالو چارو کره او پوره ترسرولو ته احسان وايي.

قرآن د بېلارو او سمو ولسونو ځانګړتیاوې را په ګوته کوي. زمکه د بشر لپاره آرامځاى او استوګنځاى ګڼى، مخې ته يې ستر خنډونه وېره او خپګان دى څومره چې وېره، ترهه او خپګان له منځه وتي وي خلک آرام، امن ناک، سوله ناک او ښاغلي وي، هومره سمه لار موندلای او هدايت را منځته کوي.

«قُلْنَا اهْبِطُوْا مِنْهَا جَمِيْعًا فَاِمَّا يَاْتِيَنَّكُمْ مِّنِّيْ هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَ لَا هُمْ يَحْزَنُوْنَ».[2]

(موږ وويل چې تاسې ټول له دې ځايه كوز شئ، بيا چې درته زما له خوا كوم هدايت در رسي، چا چې يې پیروي وكړه ؛ پر هغو به وېره او غم نه وي).

د هدايت مېشتځاى د رښتيني مؤمن زړه او عقل روښانه دريڅه ده.

».قُلْ مَن كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِيل َفَإِنَّهُۥنَزَّلَهُۥعَلَىٰ قَلْبِكَ بِإِذْن ِٱللَّهِ مُصَدِّقًا لِّمَابَيْنَ يَدَيْه ِوَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ (۹۷)».[3]

(دوى ته ووايه څوک چې له جبرييل سره دوښمني لري، هغه دې پوه شي، چې جبرييل د الله تعالی په امر دا قرآن کریم ستا زړه ته رسولى، چې د پخوانېو راغلو كتابونو تصديق او ملاتړ كوي او د مؤمنانو لپاره هدايت او د بري د زېري په توګه راغلى دى).

هدايت د نفس او هوس د بدو غوښتنو پر خلاف عالمانه وينا، ګټور فعاليت او عملي لارښوونو ته وايي.

)(وَ لَنْ تَرْضٰى عَنْكَ الْیَهُوْدُ وَ لَا النَّصٰرٰى حَتّٰى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ اِنَّ هُدَى اللّٰهِ هُوَ الْهُدٰى وَ لَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَآءَهُمْ بَعْدَ الَّذِیْ جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّ لَا نَصِیْرٍؔ».[4]

(يهوديان او عيسايان به هېڅكله در نه خوشحاله نشي، تر څو چې پر لار يې (دين) لاړ نشې. دوى ته په كلكه ووايه، چې سمه لار يواځي هماغه ده، چې الله تعالی ښودلې ده او كه ته له درکړ شوي علم نه وروسته د هغو په غوښتنو پسې لاړ شې ؛ نو هېڅ دوست او مرستندوى دې نشته، چې د الله تعالی له نیونې دې وژغوري).



[1]. لقمان: ۳.

[2]. البقرة: ۳۸.

[3]. البقرة: ۹۷.

[4]. البقرة: ۱۲۰.


No comments:

Post a Comment