قرآني موخې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني موخې

قرآن کریم پخپلو لوستونکو کې د مينې، همکارۍ او ترحم احساس غښتلی کوي، پراختيا او پرمختيا ورکوي او انسان ته دا لاندې درې موخې ټاکي، چې که چا خپلې کړې، هېڅکله به يې وخت، امکانات او استعداد په وړو چارو ونه لګي:

۱. رحمة للعلمين کېدل

مؤمن نړۍ ته باید په مینه وګوري، نه په کرکه، مؤمن د نړۍ وگړي په وړاندې د رحم او مینې په خپرولو ځان ژمن ګڼي، چې کايناتو سره د رحم او مينی چلن وکړي وګړي او ټولنه د رحم او مينې پر بنسټ جوړه کړي ؛ ځکه د اسلام اساس نړیوال مينه او رحم دی نه سیمه ایزه مينه او رحم، که څه هم لومړیتوبونه او غورتوبونه د اړتيا د ډېروالي او وړتيا د سپېڅلتيا له پلوه پکې شته.

پيشو د نړۍ یوه برخه ده، د یوې پيشو په ژغورلو یوه ناکاره ښځه جنت ته ځي، د یوه سپي په خړوبولو یو نارینه جنت ته ځي یوه لمونځ ګذاره ښځه له ګاونډي سره په بد چلنۍ دوزخ ته ځي. انسان باید خپلو استعدادونو ته داسې وده ورکړي، چې موخې یې دومره هسکې شي، چې له فعالیتونو يې ټوله نړۍ ګټه واخلي.

قرآن غواړي چې انسان له حیوان، نبات، څیرونکي او حشرې سره لورنده چلن وکړي په عاطفه کې د مينې، مهربانۍ او عدل احساس په انسان کې د ذهني قناعت له مخې داسې وده وکړي، چې دې ته يې چمتو کوي چې له هر مخلوق سره مرسته وکړي قرآنپوهان بايد د هر مخلوق په پرمختیا کې نقش ولري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم یو صحابي ته د مېږی په اړه وايي: «وَالشَّاةُ إِنْ رَحِمْتَهَا، رَحِمَكَ اللَّهُ مَرَّتَيْن».[1]

( كه پر مېږه دې رحم وکړ الله تعالی به دوه وارې درباندې رحم وکړي).

په اسلامي نظام کې د میږتانو ساتنه او پالنه هم یوه وجیبه ده لاندې حدیث ته که ځير شو پوهېږو چې اسلام انسان داسې روزي چې د حشراتو پالنه هم یوه دنده وګڼي او په ژوندیو پرګنو کې يې د ساتنې او پالنې وړ ګڼي: ابو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ وویل: له رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم نه مې آورېدلي دي: په پېغمبرانو کې یو پېغمبر و چې په یو کلي کې یوه مېږي و چیچه هغه امر وکړ او د مېږيانو ټوله کورنۍ یې وسېځله، الله تعالی ورته وویل: یوه میږي وچېچلې او د امتونو یو امت دې پوره ووژه چې د الله تسبیح وايې». [2]

قرآن وايي د ځمکې هر ساکښ تاسو غوندې يوه ډله ده لاندې آيت ته ځير شي!

۲. رحمة للناس

د انسان، بشر او ادم کلمې چې ټول انسانان ترې مراد دي، په قرآن کریم کې تر درې سوه ځلو زیات یاد شوی دی او په نبوي احادیثو کې هم انسانپالنه د مؤمنانو اساسي دنده ګڼل کېږي، چې یو څو يې د بېلګې په توګه وړاندې کوو:له جَابِرٍ، رضي الله عنه نه روايت دی چې رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وفرمایل: «خَيْرُ النَّاسِ أَنْفَعُهُمْ لِلنَّاسِ».[3] ( په انسانانو کې هرانسان هومره غوره دی څومره چې خلکو ته ډېره ګټه رسوي). په بل حدیث کې داسې راځي: «عَنْ عُمَرَ، أَنَّ رَجُلًا، جَاءَ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ , فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ , أَيُّ النَّاسِ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ , وَأَيُّ الْأَعْمَالِ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ: «أَحَبُّ النَّاسِ إِلَى اللَّهِ أَنْفَعُهُمْ لِلنَّاسِ , وَأَحَبُّ الْأَعْمَالِ إِلَى اللَّهِ سُرُورٌ تُدْخِلُهُ عَلَى مُسْلِمٍ , أَوْ تَكْشِفُ عَنْهُ كُرْبَةً , أَوْ تَقْضِي عَنْهُ دَيْنًا , أَوْ تَطْرُدُ عَنْهُ جُوعًا، وَلَئِنْ أَمْشِي مَعَ أَخٍ لِي فِي حَاجَةٍ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ أَنْ أَعْتَكِفَ فِي هَذَا الْمَسْجِدِ شَهْرًا فِي مَسْجِدِ الْمَدِينَةِ , وَمَنْ كَفَّ غَضَبَهُ سَتَرَ اللَّهُ عَوْرَتَهُ , وَمَنْ كَظَمَ غَيْظَهُ وَلَوْ شَاءَ أَنْ يُمْضِيَهُ أَمْضَاهُ ؛ مَلَأَ اللَّهُ قَلْبَهُ رَجَاءً يَوْمَ الْقِيَامَةِ , وَمَنْ مَشَى مَعَ أَخِيهِ فِي حَاجَةٍ حَتَّى يُثَبِّتَهَا لَهُ ثَبَّتَ اللَّهُ قَدَمَهُ يَوْمَ تَزُولُ الْأَقْدَامُ».[4]

(له عُمَر رضي الله عنه نه روايت دی چې پېغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ ته یو کس راغی او ورته وویل: يَا رَسُولَ اللَّه، الله تعالی ته کوم انسان ډېر خوښ دی؟ او کوم عمل الله تعالی ته ډېر خوښ دی؟ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وویل: « الله تعالی ته انسان هومره ګران دی هومره چې خلکو ته یې ګټه رسېږي او په کارنو کې دا کار الله تعالی ته ډېر خوښ دی چې یا د مسلمان زړه خوښحاله کړې، یا یوه ستونزه یې ورژوې، یا یې پور ور خلاص کړې، یا لوږه یې دفع کړې، چې خپل مسلمان ورور د یوه اړتیا د حل لپاره لاړ شم دا راته تر دې خوښ دی چې یوه میاشت په نبوي مسجد کې اعتکاف وکړم، چا چې خپله غوسه سړه کړه الله تعالی به یې عیبونه پټ کړي، چا چې خپله غوسه وزغمله که یې عملي کول هم وغواړي، الله به يې د اخرت ورځې ته هیله من کړي، که یو کس خپل ورور د مشکل حل لپاره ووځي او حل یې کړي الله به پر هغه ورځ ټینګ کړي چې قدمونه پکې خويېږي).

نن چې پر زمکه څه له پاسه اته ملیارده انسانان اوسېږي، قرآن کریم د دوی د مادي او معنوي وړتیاوو د انکشاف، سپېڅلتيا او د اړتیاوو د حل اغېزمنې ګټورې کړنلارې وړاندې کړې دي، چې تطبیق یې د مسلمان ژمنه ده او مسلمان باید د خیر داسې پراخه نقشه ولري، چې خیريې ټولو انسانانو ته ورسېږي.

د مکي آیتونو ځانګړتیا همدا ده چې مسلمانان د ټولنیزو ژمنو اجرا ته هڅوي او کفارو ته یې وویل: چې تاسو دغسې اجتماعي مسؤولیتونو اجرا ته چمتو نه یاست.

قرآن کریم کې الله تعالی وايي: «فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ (١١) وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْعَقَبَةُ (١٢) فَكُّ رَقَبَةٍ (١٣) أَوْ إِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ (١٤) يَتِيمًا ذَا مَقْرَبَةٍ (١٥) أَوْ مِسْكِينًا ذَا مَتْرَبَةٍ».[5]

(انسان په هغه څه کې ځان ستومانه نه کړ، چې ښه پایله لري څه پوه شوې چې څه شى ښه پایله لري؟ د بندي او مريي ازادول په لوږه کې ډوډۍ ورکول خپل يتيم پالل مسکين له خاورو پورته کول).

 د پورته حقونو پر ځاېنه حق پالنه او رحم پالنه د مسلمانانو دنده ده.

قرآن کریم وايي: «ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِينَ اٰمَنُوا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ».[6]

(بیا هغو مؤمنانو ته چې ایمان لري، یو بل ته د حق او صبر توصیه کوي).

ګورئ چې له ایمان او حق پالنې سره انسانپالنه، له زغم پالنې او رحم پالنې سره مل يادوي، په قرآن کریم کې په سوونو داسې بېلګې لرو، دا چې په وروستیو پېړیو کې دین او دین ته د ژمنو کړیو له لوري ډېر لږ او معمولي خیر ورسېد او مسلمان د پېغمبرﷺ غوندې انسانيت ته خیرکثیر او کوثر نشول، علت یې دا دی چې د رحم عنصر په ښوونيزه، روزنيزه بڼه او اجتماعي جوړښت کې تت او په لږو کې ډېر لږ دی.

هغه روغ او پاک فطرتونه چې د عامه، دولتي او شخصي زمکو او ملکیتونو له غصب، د انسان له قاچاق، چرسو، افيون، پوډر، رشوت، اختلاس، خیانت، د تعصباتو، اختلافاتو له پارولو او دودولو څخه ځان ساتي او پر ضد یې عملي کار کوي، قرآن کریم ورته د قرآني لارښوونو په تطبیق کې ډېره اړتیا لري.

خو په ټولنه کې داسې خلک هم شته چې په دې رنځونو رنځور هم دي او د دینپالنې، ایمان پالنې، اسلامپالنې او قرآنپالنې دروغجنه دعوه هم کوي. قرآن، قرآنپوهان داسې روزي چې د تاریخ په بهېر کې د اسلام د دعوې ترڅنګ په غوړو دسترخوانونو خرڅ، حق تروړو سره په حق خورۍ او حقتلفۍ کې شریک نشي.

په افغانستان کې درې میليونه نارینه، ښځې او ماشومان په نشه يي توکو روږدي شول د دې توکو، کرل، رېبل،، جوړول او لېږدول ټول هغه ظالمان کوي چې د ایمان دعوه هم لري[7]! (لا حول ولاقوة الا بالله).

هغه مفتيان چې پر فقه المقاصد فقه الأولويات، فقه الموازنات او فقه الواقع نه پوهیږي نشي کولای سمه فتوی د شریعت مطابق ورکړي.

دا چې د افغاني ټولنې غوره ځانګړنه اجتماعیت دی ؛ نو له هر پوډري سره لږ تر لږه لس تنه په مستقیمه توګه زیانمنیږي او نور ورسره ځورېږي یو څوک چې د ۳۰ میلیونه خلکو په وژلو، ځورولو او کړولو کې لاس لري ؛ بیا هم د الله تعالی، مسلمانانو او انسانانو پر وړاندې لږ تر لږه د خجالت احساس ځکه نه کوي، چې اسلام ورته د سلامتیا او ایمان ورته د امن دین نه ښکاري.

هغه ایمان چې طبیعي، فردي او ټولنیز امن او هغه اسلام چې طبیعي، فردي او ټولنیزې سلامتیاوې نشي تضمینولای، قرآن کریم يې دروغجنه دعوه ګڼي. لاندې آیت په دقت سره ولولئ!

«وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ اٰمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْاٰخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ».[8]

(په خلکو کې داسې خلک شته چې په ژبه وايي: پر الله تعالی او اخرت ایمان لرم ؛ خو مؤمنان نه دي).

۳. رحمة للمؤمنین

که څوک د دې وړتیا ونه لري چې د نړۍ لپاره رحمت شي او د نړی ټولو اته ميلیارده انسانانو ته د خدمت او لورنې وسيله شي ؛ نو وروستی فرصت ورته دا دی، چې د مؤمنانو لپاره رحمت شي.

د قومي، ژبنيو، سیمه ييزو، ګوندي او مذهبي تعصباتو رامنځته کېدل، په مسلمانانو کې هغه ناسور بدعت و، چې متأسفانه د مسلمانانو د مادي او معنوي ډب لامل وګرځېد او د ځوانانو ړانده احساسات يې د خپل مسلمان ورور پر ضد داسې وپارول او وکارول چې یو مسلمان يې د بل مسلمان پر مرۍ تورې راښکلو ته ساز کړ.

د دې جرم طراحان به الله تعالی څنګه وبښي چې قاتل او مقتول دواړه د قرآن کریم حافظان او د قتل پر مهال دواړه غبرګ «لَا إِلَهَ إِلَّا الله مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ» کلمه وايي.

د «رحمة للمؤمنین» تعريف په قرآن کې

د دې لپاره چې رحمة العلمين کېدل هم شعار نشي، په سورت توبه کې رحمة للمؤمنین داسې تفسیروي، نښې نښانې يې داسې ښکاره کړې دي:

«لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ (١٢٨) ». [9]

(يقينا يو پېغمبر درغلى، چې ستاسو يو تن دی، ستاسو زیانمنېدل پرې سخت تمامیږي، ستاسو پرمختګ ته ډېر حریص دی، مؤمنانو ته زړه سواند او مهربان دی).

1. «لَقَدْ جَاءَكُمْ ». (تاسو ته راغلی)

لومړی صفت یې دا دی چې خلکو ته ورځي، د مدینې اخر سرته رسول الله د رنځورانو پوښتنې ته ورغلی دی. ابو جهل ته څو څو ځلې تللی. خلک پخپل محور کې نه راڅرخوي ؛ بلکې خپله پر خلکو ګرځي. اسلامی قيادتونه بايد خلکو ته لاړ شي، نه دا چې خلک خپلو بندو دروازو ته ودروي.

2. «رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ» (ستاسو نفس نه دی).

تاسو يې پوره پېژنئ، تاسو سره یې ژوند کړی دی، ستاسو له جنسه دی او ستاسو په ژبه غږېږي.

3.      «عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ». ( څه چې تاسو ځوروي په ده درنه
تمامیږي ).

له ستونزو او کړاوونو سره د مؤمنانو په مخ کېدو، مهربان او کریم مؤمن خپه کېږي او غمجن وي. د پېغمبر وارث باید د خلکو د ستونزو په درد دردمنه عاطفه او د حل هوډمنه اراده ولري.

له فردي، کورني او اجتماعي ستونزو څخه بې خبره هېڅکله د پېغمبر وارث نه دی که څه هم د دین ټول کتابونه یې حفظ کړې وي.

د پورته هدف د تر لاسي لپاره باید د قرآن کریم شاګردانو ته مهربانه، خوږ او په زړه پورې چاپېریال جوړ شي، چې یو له بله د خواخوږيو دوستانو په توګه یار او همکار ووسي، یو د بل د ستونزو په هوارولو کې مرستندوی شي او د اوښکو د پاکولو، د خولو د وچولو، د وينې د تويونې د مخنیوي له لارې ځان جنت ته ورسوي.

4. «حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ». (ستاسو پرمختګ ته لېواله دی).

اوس هم باید دا خبره هېره نه کړو، چې د قرآن کریم زده کوونکي باید داسې حفظ وکړي، چې عاطفي موخې ضایع نشي او د ماشوم په وجود کې یې له نورو انسانانو سره د پرمختګ روحیه او اراده ونه ځپل شي.

هغه ماشومان، ځوانان او مشران چې قرآن کریم زده کوي او یا يې تلاوت کوي، باید داسې وروزل شي چې د الله تعالی له مخلوق سره د رحم او خیر رسولوعملي او منتجه ژمنه ولري.

د قرآن کریم پر لوستونکو د"مړ دې وي، ژوندی دې وي"چېغې وهل او د دوی احساسات د نورو پر وړاندې را پارول او د دوی په زړونو کې د یوه فرعي حکم يا د اشخاصو د غرض او مرض له مخې له نورو مسلمانانو سره د کرکې تخم شيندل له اسلام، ایمان، مسلمان، مؤمن او بشریت سره لویه جفا ده.

د وږو مړول، د رنځورانو درملنه، د بې وسو لاسنیوی، د حق دفاع، د علم او مینې خپرول، د امن راوستل، سیاسي ثبات را منځته کول، د خلکو مال، ژوند، عقل، حیثیت او دین له ګواښ او ضرر نه ژغورل د قرآنپوهانوايماني دنده او اسلامي مسؤولیت دی.

بې رحمي د رښتینې ایمان او اسلام مخې ته ستر خنډ

د قرآنپالنې له دعوې سره سره د شاګردانو لپاره مینه ناک، مهربانه، عالمانه او عادلانه کورنۍ، درسي او ټولنیز محیط نه شو تيارولای.

BBC ١٢/١٢/١٣٩٩ فارسي ویبسایټ د افغانستان د روغتيا وزارت په حواله ليکلي دي، چې افغانستان تر دوه نيم ميلونو پورې په مخدره توکو روږدي لري، چې (٨٥٠) زره پکې ښځينه دي.

روزنامه صبح کابل ٣/٧/٢٠٢٠ د داخله وزارت پر حواله وايي، چې افغانستان هر کال له (٧٠-٧٢) مليارده ډالر مخدره توکي بهرنيو هېوادونو ته قاچاقوي. په مخدره موادو د روږدو شمېر درې میليونه دی او که چرس هم په مخدره موادو کې حساب شي، افغانستان له (٧-٨) مليونه پورې معتاد لري.

او په دې کې د بهرنیانو لاسونه ځکه غځېدلې ښکاري چې اشغالګران د تاریخ په اوږدو کې د مخدره موادو د ترویج له لارې ولسونه د انسان ځپونکي او وجدان له منځه وړونکي اشغال منلو ته چمتو کوي.

متأسفانه ډېر بد اجتماعي چاپېریال زموږ د خلکو په تېره د ماشومانو استعدادونه او فکرونه بې لارې کوي، وژني او ځپي، د دې ترڅنګ متاسفانه د اسلام او ایمان په نامه د ښه نیت، علم او عمل پر ځای تعصبات او فرعي اختلافات د دې سیمې پر خلکو په ظاهري شرعي دلایلو تپل کېږي نور بشریت خو لا پرېږده. مسلمانان حاسد، ځپونکي او وژونکي روزل زموږ له ډېرو سترو جفاګانو څخه دي چې له اسلام سره مو کړې دي د ژبني، قومي، مذهبي او ګوندي تعصباتو اتلان خپل شاګردان د نورو په اړه بدبینه او بې رحمه روزي او غواړي چې استعدادونه يې د يو بل په ځپلو او له منځه وړلو بوخت شي، چې دښمن، غلیم او یرغلګر ته د اشغال او مداخلې لار هواره کړي د تعصباتو د رامنځته کوونکيو او د اختلافاتو د خوروونکو د خدمت کچه ترهغو مریانو ډېره لوړه ده، چې د استعمارچېانو پر ټانکونو او الوتکو سپاره راځي او د هېواد واک پردیو اشغالګرو ته سپاري، په داسې حال کې چې د قرآن کریم درېمه او وروستنۍ غوښتنه له مسلمان نه د «رحمة للمؤمنین» کېدو غوښتنه ده دلته بیا تر دې بده روزنه دا ده چې له ځان، خپل ګوند او خپل مذهب نه پرته بل څوک ورته مسلمان نه ښيي، که څه هم بې تنظیمه ژوند د کړاوونو د ګاللو ژوند دی ځوانان باید د خپلو فردي او اجتماعي پرمختیاوو لپاره په وړتيا پنځوونکو او انسانپالوتنظیمونو کې منظم شي ؛ خو تنظیمي سرلاري باید خپلې ګوندي کړنې او وړتیاوې د فردي او اجتماعي ستونزو د حل پر محور وڅرخوي. د پنډوسکې غوندې پر ځوانو وړتياوو او احساساتو لوبې ونه کړي.

هغه تنظیم چې خپل زرګونه غړي منظموي او ټولنه بې نظمۍ ته بیایي،
جنایت دی.

هغه ګوندیپاله چې حتی تور، تومت او غیبت چې ستر ګناهونه دي، پر خپل مقابل لورې ځکه تپي او خپل شاګردان ورباندې روزي او د همدې ناسمې روزنې له امله د مقابل لورې مشروع پرمختګ هم نشي زغملاى.

د قرآن له لارې شاګردان باید داسې وروزو چې ټول انسانيت ته د مهربانۍ سرچينه او ستونزو حل ته یې زیارکښ او زیارمل شي.

په نړۍ کې په سوونو میلیونه خلک وږي، تږي دي په لسګونو میليونه کډوال او له خپلو هېوادونو څخه لرې دي، په سوو میليونه تر استبداد لاندې ځپل کېږي، سوونه میليونه ماشومان له خوار ځواکۍ (سوءتغذۍ) نه مري، سلګونه میليونه انسانان د بې کارۍ په درد دردیږي، سلګونه میليونه له خطرناکو مالي زیانونو سره په مختلفو قاروني پلمو لاس و ګريوان دي او بشري ټولنو ته له دې ټولو ناورینونو څخه ژغورنه د قرآنپالو ژمنو مؤمنانو کار او دنده ده. موږ قرآنپوهان د الله تعالی او انسانیت پر وړاندې د دې ټولو بشري دردونو، اندېښنو، محرومیتونو او جنجالونو د هوارولو ژمنه لرو.

که تنظیمونه د همدې اهدافو لپاره جوړېږي مبارک دي پدې شرط چې دغه موخې اساسي وي، نه فرعي.

زه د اسلام له لوستو دې نتیجې ته ورسېدم چې اسلام او ایمان د انسانیت لپاره په عمومي توګه یو انسان د بل انسان هر اړخېزې پالنې، روزنې او نازونې ته چمتو کوي، د دې لپاره چې د انسانانو هر اړخیزه سلامتیا او امن تضمين شي، الله تعالی په قرآن کریم کې انسانانو ته د اسلام او ايمان پيغام راووړ. د دې تنکیو ځوانانو د احساساتو لوبول او د ساحرانه الفاظو په دام کې د دوی ښکېلول، ړندو جنګونو او شخړو ته یې چمتو کول، له اسلام او انسانیت سره ستره جفا او د قرآن کریم په حق کې لوی جنایت دی.



[1]. بخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل صحيح الجامع ، الأدب المفرد ص 136.

[2]. بخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل صحيح الجامع ، صحيح البخاري.

[3]. القضاعي¸ابو عبدالله محمد بن سلامة ، مسند الشهاب القضاعي ج 2 ص 223.

[4]. الطبراني ، الحافظ ابي القاسم سلېمان بن احمد ، المعجم الصغير للطبراني ج 2ص 106.

[5]. البلد: 11-16.

[6]. البلد: ١٧.

[7]. نړيوال کلنۍ ١١٠ ميليارده ډالره له افغانستان څخه قاچاق کوي كه موږ د ولس روح او روان ، ایمان او وجدان ته قرآني لارښوونې ورننه ایستې وی نو دوی به نړۍ والو قاچاقوالو ته په افغانستان کې د پوډرو د تولید او قاچاق زمینه برابروله؟ نه ، هېڅکله نه.

[8]. البقرة: ۸.

[9]. التوبه 128.


No comments:

Post a Comment