د پند بښاندې ټولنې بېلګه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د پند بښاندې ټولنې بېلګه

د خلکو اجتماعي ژوند چې څومره خوښ او سوکاله وي، د عدل او علم پر بنسټ جوړ وي، متقابله همکاري، مينه او درناوى پکې ځواکمن وي، هومره انسان پند اخستنې ته د جسم، روح او عقل له پلوه چمتو وي. له دښمن سره هم عادلانه چلن او د ښېګڼو پر محور ټولنيزه همغږي رامنځ ته کېږي:

«وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَاٰنُ قَوْمٍ أَنْ صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَنْ تَعْتَدُوا وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا الله إِنَّ الله شَدِيدُ الْعِقَابِ».[1]

(نو پر هغې غوسه دې تاسې دومره تاوجن او مجرم نه كړي چې تاسې هم د هغو په څېر په ناروا تېريو لاس پورې كړئ، نه! په نېکۍ او ښېګڼو کې يو بل ته لاس ورکړئ او له بدۍ نه په ځان ساتلو کې يو بل حمايه کړئ، په ګناه او تېري كې د هېچا ملاتړ مه تړئ. د الله تعالی له عذابه ځان وساتئ، د الله تعالی عذاب ډېر سخت دى).



[1]. المائده: ٢.


No comments:

Post a Comment