لیکوال:محمدناصرحلیمي
۲۰.
څه چې پاتې دي
که څه هم پېغمبران
راغلي و، چې انسانان جوړ او د جوړ انسان له لارې چارې سمې او پرمختللې کړي.
خو دا چې پېغمبرانو له
دین سره راغلي و او دین عملي او معاملاتي ژوند ته ویل کېږي ؛ نو باید چې د
پېغمبرانو د ژوند اداري، سیاسي، صنعتي، تجارتي، اقتصادي، اجتماعي ژوند او د بشري
منابعو په انکشاف او طبیعي منابعو نه د دوی د ګټنې او لاسته راوړنو کیسې چې لا هم
په کتابونو کې پټې دي دا باید را وسپړل شي زموږ نصابونه د پېغمبرانو د ژوند تعبدی
او صبر برخه رانېولې او نوره برخه يې پرېښي ده.
دا چې پېغمبران څه ډول
استبدادي نظامونه شورايي نظام ته اړ ایست او د سیاسي مفسدینو تېره توره یې څه ډول
د مظلومانو له سرونو څخه لرې کړل، ظالمان يې په کومه روزنیزه بڼه عادلان، ناپوهان
يې پوهان، سخت زړي یې نرم زړي، خواره واره ولسونه یې یو موټی، مفسدین يې مصلحین
کړل؟ دا د دیني علومو د متخصصینو پر غاړه د بېوزلو ولسونو پور دی، پرې کول غواړي.
No comments:
Post a Comment