قوم د شکر د توپير له پلوه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قوم د شکر د توپير له پلوه

شکر: د الله تعالی له نعمتونو څخه د الله تعالی له حکمونو سره سمې استفادې ته وايي.

یا په بله وینا: شکر د الهي او بشري حقونو په اداء کې د الهي نعمتونو کره، پوره او پر ځای کارونه ده.

زموږ لویه ستونزه داده، چې بې شمېره مادي او معنوي نعمتونه لرو، خو له نعمتونو څخه د استفادې توان نه لرو، وده نشو ورکولای، په کار يې نه شو اچولای. داسې قیادتونه شته چې په عبادت کې د نعمتونو استعمال ته خپل خلک عالمانه رهبري کړي ؛ خو متأسفانه د مخلوقاتو د خدمت په اړه د عقلونو، عواطفو، او جسمونو د کره استعمال لپاره دومره څه نه لرو چې خپله ټولنه له کړکېچه وژغورو د ناروا وینې بهونې مخه ډب کړو او د مظلومانو خولې، اوښکې او آهونه جبران کړو.

متأسفانه زموږ په سیمه کې د رهبرۍ تعریف د ستونزو د حل او کره څېړنو پر محور نه څرخي. د ړندو احساساتو ړانده تصرفات، د کم عقلۍ پر اساس تایید او رد، ولسونه یو د بل پر زیان استعمالول، د خپلو او پردیو په ناسمو لمسونونو د احساساتو پارولو ته قیادت وايي، همدا لامل دی، چې موږ اصلا د الله تعالی له نعمتونو سره اشنا نه یو تر ټولو لویو نعمتونو ستر نعمت آسماني وحې ده، موږ باید د دې وحې د تطبیق په رڼا کې ټول بشريت ته په مادي او معنوي پرمختیاوو او د سترو نېکمرغیو په تر لاسي، په صنعتي اختراعاتو او څېړنېزو اکتشافاتو کې ستر ستر خدمتونه وړاندې کړي وای، لکه زموږ پخوانيو چې وکړل.

په لومړنیو پېړیو کې چې مسلمانان د شکر عالمانه تعریف ته ځير او يو څه ژمن وو، تر ننه یې د بشري پرمختياوو په ګڼو برخو کې بشري پرګنو ته خیر رسېږي ؛ خو موږ خپل ولس د ژوند په خطرناکو بحرانونو کې له لومړنیو کړکېچونو هم نشو ژغورلای.

اوس د ژوند په هر ډګر کې د بې سوادۍ داسې پړاو ته ورسېدو چې د نورو ولسونو انساني چارې او لاس ته راوړنې موږ ته معجزې برېښي.

په داسې حال کې چې موږ د معجز قرآن کریم پلویان يو، باید نړۍ ته د ژوند په ټولو ډګرونو کې د خپلو پخوانیو علماوو په څېر حېرانوونکې علمي پرمختياوې او ګټورې چارې وړاندې کړو.

د بشري سرچينو وده د طبیعي سرچېنو نه مخکې تر ټولو نعمتونو ستر نعمت او د ټولو نعمتونو د پېژندنې او استفادې موثره لار ده، د بشري سرچينو د ودې، مناسب استعمال، پرمختیا او علمي پرمختیا په اړه لاسياله مهارتونه ترلاسه کړو، د وړتيا له ځپلو ځان وساتو او له سترو سترو مهارتونو نه د انساني وړتياوو په وده او بسيا کېدو کار وکړو.

پېغور، چغلي، کنځلې، استثمار، استعمار، غیبت، وهل، رټل، دګل او ځپل ټول شخصیت زبېښونکي توکي دي ؛ خو داسې خلک هم وینو، چې په شرعي دلایلو تعلیمي او کورني ژوند کې نور ګناهونه او ظلمونه خو لا څه کوئ چې د تنکیو غوړېدلو معصومو ماشومانو او بې وسو مېرمنو بې رحمانه او جاهلانه وهلو ملاتړ غیر عالمانه او غیر عادلانه توجیه کوي.

قرآن د هغه قوم داسې وصف بیانوي، چې له دې آیتونو څخه ګټه کولای شي:

«كَذَلِكَ نُصَرِّفُ الْآَيَاتِ لِقَوْمٍ يَشْكُرُونَ».[1]

(شکر ایستونکي قوم ته د قرآن کریم آیتونه په ګڼو اسلوبونو سره بیانوو).

د بشري منابعو د نعمت شکر د نورو ټولو نعمتونو د شکر پيلامه او برنامه ده.

که يوه کورنۍ د خپلو اولادونو وړتياو ته وده ورنه کړي او د عالي اخلاقو او پاکو موخو په چوکاټ کې يې ونه روزي د داسې کور خپل ټول مادي او معنوي پانګه په اوبو لاهو کېږي، اسلام هغوي زيانمن کړ چې مسلمان یې زيانمن کړ او هېواد هغوي تبا کړ چې هېواد وال يې ځپلي.

لاندې آیت ته يو ځل بيا ځير شئ: «وَالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَالَّذِي خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًا كَذَلِكَ نُصَرِّفُ الْاٰيَاتِ لِقَوْمٍ يَشْكُرُونَ».[2]

(كومه ځمكه چې طيبه وي هغه د خپل پروردګار په امر سره ښې مېوې، دانې ورکوي او كومه كرونده چې خبيثه وي، نو له بې ګټو حاصلاتو پرته نور څه ترې نه راوځي. په همدې توګه موږ د هغو خلكو لپاره بيا بيا نښانې وړاندې كوو چې شكر کاږي).

بیا الله تعالی بشري ذهنونه دې ته متوجه کوي، چې خبیث څومره ډېر شي، بیا هم د طیب ځای نشي نیولای.

قرطبي د پورته آيت په تفسیر کې لیکي: «د انسانانو د اړتیا هومره آیتونه مو په ګڼو او راز راز تعبیرونو سره وړاندې کړي. شاکران یې ځکه ځانګړي کړل چې دوی له الهي نعمتونو ګټنه کوي».

د تدين او تمدن د علمبردارانو اساسي ژمنه له مادي او معنوي نعمتونو څخه د بشر په ګټه استفاده ده. د تدين هغه مدعي چې خلک د تعصب په لور او د تمدن هغه مدعي چې خلک د ژبني، قومي، سيمې او ګوندي تعصب په لور بيايي دروغجن دي. که د دوی شمېر څومره زیات، ویناوې یې ډیرې غوړې او اورپکي شعارونه یې تر دې هم تاوده شي، مسلمان باید ورته ونه پسخیږي او دوه توته حساب ورباندې ونه کړي.

«قُلْ لَا يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِيثِ فَاتَّقُوا الله يَا أُولِي الْأَلْبابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ».[3]

(اى پېغمبره! دوى ته ووايه چې پاك او ناولي سره برابر نه دي. كه د ناپاكو ډېروالى هر څومره تاسې ته په زړه پورې هم وي، نو اى هوښيارانو! د الله تعالی له نافرمانۍ ځان وژغورئ! حتمي بريمن کېږي).

په لاندني آیت کې الله تعالی سبأ ښار په دې ستايي چې د ویالو، نهرونو، سیندونو، لارو، ګودرو ښيو او کيڼو خواوو ته باغونه او زمکې پکې ښېرازه او ابادې وې.

د دې آیت پای ده چې: «كُلُوا مِنْ رِزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوا لَهُ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ».[4]

(د خپل رب دركړې روزي خورئ او د هغه شكر ادا كوئ هېواد دى غوره او سوتره او پروردګار دى بښونكى).

ښکاره خبره ده چې کوم قوم د بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ د جوړولو توان ومومي، پر هغوى الله تعالی مهربانه دی.

هغه قومونه «بلدة طیبة» جوړولای شي، چې د بشري او طبیعي سرچېنو قدر ورسره وي. وخت، وړتیا او امکانات يې د بشري وړتیاوو د ودې له لارې بشري اړتیاوې نشي رژولی، هغه ته بلدة طيبة نشو ويلای.

«لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ اٰيَةٌ جَنَّتَانِ عَنْ يَمِينٍ وَشِمَالٍ كُلُوا مِنْ رِزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوا لَهُ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ».[5]

(د سبا د خلكو لپاره د هغو په هماغه خپل استوګنځي كې يوه نښه موجوده وه، ښي اوكيڼ لوري ته دوه باغونه. د خپل رب دركړې روزي خورئ او د هغه شكر ادا كوئ! هېواد طيب دى او پروردګار بښونكى دى).

قرآن چې فرقان دی، دا دوه ښارونه د توليد، نتايجو او لاس ته راوړنو له مخې داسې توپيروي چې تطبیق یې د معیاري او پرمختللي ژوند پیلامه او برنامه ده.

د ژوند په ګڼو ډګرونو کې د فرعي موضوع ګانو پر بنسټ د قومونو او ښارونو ترمنځ توپیر قرآني توپير نه دی، بلکې بدرنګه بدعت دی، چې د قرآن کریم له اصلي اهدافو څخه بې خبره خلکو را منځته کړی. مسلمان یې له مسلمان څخه جلا او د پرمختيا له ټولو کارونو یې را وزګار کړی او په بوږنوونکو خونړیو بریدونو او شرمېدلو کورنیو جنګونو کې ښکېل کړی دی.



[1]. الأعراف: 58.

[2]. الاعراف:٥٨.

[3]. المائده: 100.

[4]. سبأ: 15.

[5]. سبأ: 15.


No comments:

Post a Comment