۷. هدايت له رحمت سره مل


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۷.         هدايت له رحمت سره مل

څومره چې یوه ټولنه د رحم لوړ کچ ته ورسېږي هومره د هدایت دروازې پرانستل کېږي او څومره چې يوه ټولنه ظالمه وي هومره د بېلاريتوب تورتمونه پکې زیاتیږي، بشري وړتیاوو ته وده ورکول او اړتیاوې یې حلول پر بشري پرګنو ستر رحم دی، که موږ مسلمانان د نامسلمانو پرګنو مسلمانېدو ته پسخېږو باید په نړۍ او نړېوالو کې د امن او امنیت ځواکمنوونې پر بنسټ د رحم ترویج ته، تر هر څه ډېر کار وکړو.

قرآن وړتياوو ته وده ورکوونکى او د اړتیاوو حلوونکى دى، چې بشري اختلاف هم له همدې لارې د حل درشل ته رسېږي، مؤمنانو ته خاص او انسانانو ته عام هدايت دی انسانانو ته خاص او مخلوقاتو ته عام رحمت دی انسانانو ته، له ټولو انسانانو سره په عدالت او احسان امر کوي له خپلوانو او کمزورو سره د مرستې امر کوي، له فحشاوو او له بدبینیو خلک منع کوي له کرکې، نفرت او ټولنیز تاوتریخوالي نه خلک منع کوي، د پوهولو او ویښولو په موخه نصیحت کوي خلک پر ژمنو ټينګېدو ته هڅوي فکر په وینا، وینا په عمل، عمل په نتیجه او نتیجه په وګړیزه پرمختیا، ټولنیزه ارامتیا او کاري ژمنتیا بدلوي.

هغو پایله والو چارو ته چې په حقوقي نتایج، ټولنه ژمنوي او سوکالوي، خلک يو د بل پاللو ته هڅوي او تر آخره ورته ګټوره لارښوونه کوي.

پورته لارښوونې د وګړیزې او ټولنیزې پرمختیا، ثبات او ټیکاو، چې له قرآني هداياتو څخه دي ضمانت کوي، چې په لاندې خوږو زړه راښکونکو او جامع آيتونو کې د هدايت په تعبير ذکر شوي دي:

«وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِمْ مِنْ أَنْفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَى هَؤُلَاءِ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ (٨٩) إِنَّ الله يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَآيتاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (٩٠) وَأَوْفُوا بِعَهْدِ الله إِذَا عَاهَدْتُمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ الله عَلَيْكُمْ كَفِيلًا إِنَّ الله يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ (٩١) وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكَاثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ أَنْ تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَى مِنْ أُمَّةٍ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ الله بِهِ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ(٩٢)».[1]

(اى محمده! دوى له هغې ورځې نه خبر كړه چې موږ په هر امت كې د هغو له منځه يو شاهد راپاڅوو، چې پر هغو شاهدي ووايي، پر دې خلكو د شاهدۍ ویلو لپاره موږ ته راوستې او دا د همغې شاهدۍ تيارى دى چې موږ دا كتاب په ښكاره د هر څه څرګندوونكى دى او د هغو خلكو لپاره مو پر تا نازل كړى دى چې د امر مننې غاړه يې ايښې ده هدايت، رحمت او زېرى دى. الله تعالی د عدل، ښېګڼې او خپلوۍ پالنې حكم كوي، له بدۍ، بې حيايۍ او زور و ظلم څخه منع كوي، هغه تاسې ته نصيحت كوي، چې عبرت واخلئ. د الله تعالی ژمنه پوره كړئ. چې كله مو ورسره كومه ژمنه كړې وي، د خپلې لوړې (سوګند) تر پخلي وروسته مه ماتوئ، كله چې مو الله تعالی پر خپل ځان شاهد نیولى وي. الله تعالی ستاسې له ټولو عملونو نه خبر دى. ستاسې حالت دې د هغې ښځې په شان نشي، چې پخپل زيات زيار يې مرغلين مزي ووېشل (وسپړل) او بيا يې پخپله بېرته وشنل او اومه او ټوتې ټوټې يې كړل، تاسې پخپلمنځي چارو كې قسمونه د ټګۍ او غولونې وسيله ګرځوئ، چې يو قوم له بل قوم نه زياته ګټه ترلاسه کړي. په داسې حال كې چې الله تعالی د دې ژمنې او تعهد په وسيله تاسې په ازمېښت كې اچوي او هغه به د قيامت په ورځ هرومرو ستاسې د اختلافونو حقيقت درښکاره كړي).

د قرآن کریم تدریجي نزول او د بشري سرغړونو حکیمانه معالجه د قرآن کریم عالمانه لارښوونه، کریمانه ښوونیزه ځانګړتیا، روزنیزه تګلاره او پرمختیایي کړنلار ده، چې د نړۍ په هېڅ کتاب کې يې سارى نشته ؛ خو دغه قرآني کړنلار مو پلې نه کړای شوه. که غواړو قرآني ټولنه جوړه کړو، باید د دغه قرآني دود تدريجي ښوونه او روزنه ترلاسه، را ژوندۍ او پلې کړو.



[1]. النحل: ۸۹-۹۲.


No comments:

Post a Comment