لیکوال:محمدناصر حلیمي
بشري حقونه او لمونځ په نبوي حدیث کې
د لمانځه هدف ته په لاندې قدسي
حدیث کې له بشري حقونو سره په تړاو ځیر شئ، چې رسول اکرمﷺپه دې اړه څه ښه
وايي: «قَالَ الله تعالی إِنِّي لا أَتَقَبَّلُ الصَّلاةَ إلاَّ مِمَّنْ تَوَاضَعَ
بِهَا لِعَظَمَتِي وَلَمْ يَسْتَطِلْ عَلَى خَلْقِي وَلَمْ يَبِتْ مُصِرًّا عَلَى
مَعْصِيَتِي وَقَطَعَ نَهَارَهُ فِي ذِكْرِي وَرَحِمَ الْمِسْكِينَ، وَابن
السَّبِيلِ وَالأَرْمَلَةَ وَرَحِمَ الْمُصَابَ ذَلِكَ نُورُهُ كَنُورِ الشَّمْسِ
أَكْلَؤُهُ بِعِزَّتِي وَأَسْتَحْفِظُهُ مَلائِكَتِي وَأَجْعَلُ لَهُ فِي
الظُّلْمَةِ نُورًا وَفِي الْجَهَالَةِ حِلْمًا وَمَثَلُهُ فِي خَلْقِي كَمَثَلِ
الْفِرْدَوْسِ فِي الْجَنَّةِ».[1].
الله تعالی فرمايلي دي: (یقینا
زه د هغه چا لمونځ قبلوم، چې ماته عاجزي وکړي او زما پر مخلوق یې
ظلم او کبرونه
کړی زما نافرمانه
نه وي د ورځې زما ذکر کوي پر مسکینانو، مسافرو، کونډو او غمځپلو رحم وکړي داسې کس پخپل عزت پالم، پخپلو ملایکو يې ساتم په تیاره
کې ورته رڼا ورکوم په ناپوهۍ کې هوښیارتیا. دی زما په مخلوقاتو کې داسې دی، لکه
فردوس په جنت کې). [2]
پورته
ټول امتیازات لمونځ
کونکيو ته د مسکینپالنې، مسافر پالنې
او غمجنپالنې په بدل کې ورکول کېږي.
ان
تر دې چې د دوى پالنه د لمانځه د قبلېدو بنسټيز
لامل دی.
لاندې روایت ته ځیر شئ!
«وَعَنْ أَبِي أُمَامَةَ - رضي الله عنه - قَالَ: قَالَ رَسُول الله صلى
الله عليه وسلم: ثَلَاثةٌ لَا يَقْبَلُ الله لَهُمْ صَرْفًا وَلَا عَدْلًا: عَاقٌّ،
وَمَنَّانٌ، وَمُكَذِّبٌ بِالْقَدَرِ».[3]
(له ابي امامة رضي الله عنه نه
روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د درېو کسانو هېڅ عمل الله تعالی نه
قبلوي: عاق[4]،
منان[5]
او په قدر ایمان نه لرونکی).
1. زکات ورکول: دوه نیم سلنه زکات هر
کال چې شرایط یې ذکر دي.
2. پر
آخرت ایمان: قرآن کریم انسان داسې روزي چې
دنیا دارالحقوق او اخرت دارالجزاء وګڼي، کرل په دنیا کې کوي او مېوه یې په اخرت کې
اخلي که څه هم د نېکو ویناوو، افکارو او اعمالو مېوه دنیا او اخرت کې ورکول کېږي ؛
خو مسلمان د خپلو هڅو نتیجه په اخرت کې غواړي چې دی ته اخلاص وائی، انسان په اخرت
کې د هغو نېکيو بدله ورکول کېږي چې شخصي غرض ونلري په پوره اخلاص يې الله لپاره
کړې وي.
باور لرم که
مسلمانان له خپل ځاني ګټو، نفسي غوښتنو او بې پایلو اختلافاتو
چې ګوندي او مذهبي بڼه يې غوره کړې،
لاس واخلي،
د
جاهلو چارواکو
او مستبدو واکمنانو
د واکمنۍ
عوامل او د استعمار لاملونه له منځه يوسي، د قرآن کریم په رڼا،
روښانه ذهنونه او خواخوږي
زړونه به نړۍ ته د اوسنیو بې شمېره ستونزو د حل يوه لنډه لار را وباسي.
[1]. ابوبکر ، احمد بن عمرو
بن عبدالخالق البزار ، مسند البزار = البحر الزخار ج ، 11 ص 105. په دې سند کې عبدالله بن واقد
الحراني دی ، امام احمد ستایلی دی ، ډېرو اهل علمو ترې روایت کړی دی عفیف سړی و. د
امام ابوحنیفه رحمه الله په وینا عبدالله بن واقد الحراني حافظ او فقیه وه سره له دې چې ځينو علماوو پرې جرح کړې ده. ابى الحسن
على بن ابي بکر بن سلمان الشافعي نورالدين الهيشمي ، مجمع الزوائد و منبع الفوايد (5/ 266) وايي: «ووثقه أحمد وقال
كان يتحرى الصدق وأنكر على من تكلم به وأثنى عليه خيرا ، وبقية رجاله ثقات» احمد د
اعتبار وړ ګڼلی پر رښتیاوو یې ډېر فکر کاوه چا چې د ده به اړه غلطه خبره
کړې ده ، رد کړې یې ده او نور راویان یې د
اعتماد وړ دي).
[2]. شاعر وايي: هلته چې د وینو خولو
اوښکو حساب نه کېږي ***هلته د لمونځونو او
نفلونو ثواب نه کېږي(. . . . )
[3]. صهيب ، عبدالجبار ، الجامع
الصحيح للسنن والمسانيد ج ، 3 ص 441.
[4]. هغه چې شته حقونه نه
اداء کوي: لکه د مور ، پلار ، اولاد ، مېرمنې ، خاوند ، شاګرد ، استاد ، ګاونډي.
[5]. نیکي کوي؛ خو پر خلکو احسان باروي.
No comments:
Post a Comment