لیکوال:محمدناصر حلیمي
طب تر ټولو علومو غوره علم
امام
شافعي رحمه الله وايي :«لاَ أَعْلَمُ عِلْماً بَعْدَ الحَلاَلِ وَالحَرَامِ
أَنْبَلَ مِنَ الطِّبِّ إلَّا أَنَّ أَهْلَ الكِتَابِ قَدْ غَلَبُوْنَا عَلَيْهِ».[1](تر حلال او حرام پېژندنې وروسته له طب نه غوره
علم نشته ؛، مګر اهل کتاب په دې کې له موږ نه مخکې شول).
د اسلام
ستر محدث امام سیوطي رحمه الله په ۹۱۱هجري کال کې د طب یو غورچاڼ وليکه، چې نوم یې
«کتاب الرحمة فی الطب». کېښود، چې په مقدمه کې يې لیکلي دي: «کتاب الرحمة فی الطب
والحکمة وقصدت بذلک وجه الله الکریم، وعظیم ثوابه الجسیم وقرنت بذلک بحسن الرجاء
ان ینفع بما فیه».[2]
(په طب کې
مې د حکمت او رحمت له کتاب څخه موخه یواځې د الله تعالی رضا او لوی ثواب دی او
امید لرم، چې خلکو ته ډېر ګټور ثابت شي).
ما چې
کله"کتاب الرحمة فی الطب"د امام سیوطي مخ کتنه وکړه، ډېر ورته حیران وم.
د یو ډول درناوي احساس مې وکړ، چې موږ هم پخوا په طبي ډګر کې یو څه وو او پخوانیو علماوو د طب علم د
ثوابونو سرچینه ګڼله.
دا چې
اوسمهال زموږ دیني مدرسې د طبي زده کړو له نعمته بې برخې دي، د تاسف ځای دی، طبي
کتابونه باید د مدارسو په نصاب کې داخل شي. د دیني علماوو له مسؤولیتونو سره په
تړاو د ژوند ټول روغتيايي لړلیک په ډېره
خوندوره بڼه باید په نصاب کې ور داخل شي.
[1]. الذهبي ، الامام شمس
الدين محمد بن أحمد بن عثمان، سير أعلام النبلاء ، ج٨ ، ص ٢٥٨.
[2]) السيوطي جلال الدين عبد
الرحمن بن أبي بكر ، کتاب الرحمة فی الطب والحکمة ، مكتبه اسلاميه ميزان مارکیت
کویته ص۲.
No comments:
Post a Comment