قرآني ذکر ته غوره ټاکنه او ګټوره ګمارنه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني ذکر ته غوره ټاکنه او ګټوره ګمارنه

د قرآن کريم حفظ، ترجمې، تفسير او زده کړې ته بايد د عقل له پلوه پياوړي او د عاطفې له پلوه سپېڅلي خلک انتخاب شي، ځکه اسلام په هغو ډېر متضرر کېږي، چې عقيده ولري او عقل نه، خبرې يې ښې او ديني وي، عملونه يې کرغېړن او ارادې يې بدې وي.

الله تعالی هم قرآن کریم ته خلک انتخابوي: «عَنْ أَنَسٍ: أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ قَالَ لِأُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ: «أَمَرَنِي رَبِّي أَنْ أَقْرَأَ عَلَيْكَ الْقرآن، فَقَالَ أُبَيٌّ: وَسَمَّانِي لَكَ؟ قَالَ: «وَسَمَّاكَ لِي».، قَالَ: فَبَكَى أُبَيٌّ».[1]

(له انس رضى الله عنه نه روایت دی، چې نبيﷺ ابی بن کعب رضي الله عنه ته وویل: پروردګار مې راته امر وکړ، چې قرآن کریم درته واوروم. ابی وویل: زما نوم یې درته واخیست؟ هغه وویل: ستا نوم يې راته واخیست». انس وايي: ابی رضي الله عنه وژړل).

د ابی بن کعب رضى الله عنه په اړه چې کوم روایتونه دي، باید د قرآن کریم له تدریسي دود او تطبیقي قرآن سره په تړاو په علمي، تحقیقي او عملي بڼه د ښوونيزو او روزنيزو موخو په پار وڅېړل شي. دلته که موضوع ډیره نه غځېدای، نو ډېره مهمه وه چې روایتونه مو په همدې ځای کې راټول کړي وای چې ښکاره شوی وای چې ابی بن کعب رضي الله عنه کوم عقلي، عاطفي او جسمي مواصفات او اکتسابي ځانګړنې درلودې، چې د قرآن کریم زده کړې ته د الله تعالی له لوري غوره شو.



[1]. الشيباني ابو عبد الله أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد بن حنبل ، مسند أحمد ، ج۳ ص ۱۳۷.

 


No comments:

Post a Comment