لیکوال:محمدناصرحلیمي
۲۸ د شعور او لا شعور پاکه او هوډمنه ساحه
د شعور او لا شعور د ساحو
د پاکوالي او ویښتیا په تناسب دا کتاب په زړه
او عقل کې په منتجه تولیدي بڼه ځای نیسي.
اروا پوهان د انسان د دماغ ساحه په دوو ډولونو ویشي، چې
مخکنې ۱۲٪ ته یې د شعور او شاتنې ۸۸٪ ته یې د لاشعور ساحه وايي، شعوري ساحه هغه ده
چې انسان په ارادي توګه خپل عقلي، جسمي او رواني چارې، کړنې، پرمخ بیايي او د لا
شعور ساحه هغه ده چې انسان په غیر ارادي توګه خپلې کړنې ترسروي.
قرآن کریم الله تعالی
انسانانو ته واستاوه، که له پورته شرایطو سره قرآني تدریسـي چاپېریال جوړ کړو، د
قرآن له لارې د انسان د شعور او لا شعور ساحې داسې روزل کېږي، چې د الله، بشر، حیوان
او نبات حقونه په کره او پوره بڼه ترسرولای، له بشـري او طبیعي سرچینو نه عزتمنه، عالمانه
او متوازنه ګټه پورته کولای شي.
ځکه چې دا کتاب د رحم،
عدل او لارښوونو سرچينه ده او د عالمانو زړونو ته لار مومي. په
کومو زړونو کې چې د هوس،
ظلم او جهل تورتمونه وي، هغه له قرآني رڼا نه همېشنۍ، عامه او
هر اړخیزه ګټه نشي کولای. په لنډه توګه ویلای شو چې قرآن کریم د انسان د شعور او لاشعور
سمبالن، ښوونیز او روزنیز کتاب دی.
په پورته ډګر کې د
ښوونې، روزنی، او ارواپوهنې، قرآن علومو ګڼ تخصصه شخصيتونه پورته برنامه طرح او
تطبيقولای شي.
No comments:
Post a Comment