لیکوال:محمدناصرحلیمي
د قرآن کریم تدریسي نصاب
لفظي تدریس
د قرآن کریم د الفاظو اداء چې د
مخارجو، لازمه او عارضه صفاتو له پلوه کره او پوره زده کول له خفي او جلي لحن څخه
ژغورنه یوه لازمي خبره ده، خو د دې لارې خنډونه، د مسلکي ښوونکو، وسایلو، د منظمې
ادارې، منتجې تګلارې نشت او بیا په افغاني ټولنه کې په
ټولګي کې ناسالمو اداري او په غیرانساني بڼه د ماشومانو وهل او رټل اساسي ستونزې
دي.
د شاګردانو داسې روزنه چې تلاوت د
عبادت په نیت داسې وکړي، چې عقلي عاطفي او وړتیاوې یې هم ورسره وده وکړي. استادانو
ته قرآن کریم په مینه او مهربانۍ ور زده او ور واورول شي. استاد یې
خپلو شاګردانو ته واوروي.
No comments:
Post a Comment