لیکوال:محمدناصرحلیمي
۱۰.
عبرت او تقليد لپاره
له پرېوتو او پرمختللو قومونو نه عبرت په دې معنا
دی، چې له هغو طرحو او چارو ځان وساتو چې په مادي یا معنوي لحاظ موږ له ماتې او
وروسته پاتېوالي سره مخ کوي او د سترو شخصیتونو د پخو لارو تقلید ته موهڅوي، د
پرېوتو او پرمخ تللو ولسونو او شخصیتونو ژوند او مواصفاتو ته مو ځیروي.
انسانان د نجات لپاره، تشریعي او
طبیعي آیتونه، چې ځان پرې پوه کړي، د ژوند په عملي ډګر کې يې په فردي او اجتماعي توګه عملي کړي، انسانانو ته داسې
عادلانه ټولنه رامنځته کول چې د بشري عقلونو او عواطفو ودې، توزان او سپېڅلتیا
لپاره لار هواره او بیا د دوی له لارې بشريت ته د هوسا ژوند د بښلو نوښتونه
رامنځته کړای شي.
قرآن وايي د زمکې پر
مخ بد قومونه هغه دي چې د الله تعالی د تشریعي او طبیعي آیتونو په اړه بې پروا
اودروغ یې ګڼي او پرانساني نفسونو (عقلونو او عواطفو) ظلم کوي.
د وروسته پاتې
هېوادونو د سقوط ستر لامل دا دی، چې دوی بشري وړتیاوو ته ارزښت نه ورکوي، په
ملیاردونو استعدادونه په سونو کلونه او بې شمېره پانګې پکې هره ګړۍ ځپل کېږي. په
قرآني کيسو کې د بشري وړتیاوو د ودې او ځپنې لاملونه، عاملین، علتونه او پایلې
بیان شوي دي.
لاندې آیت کې وګورئ چې
د الهي آیتونو تکذیب او پر بشري ځواک ظلم پرلپسې غندل شوی دی.
په ځانګړي توګه هغه
خلک چې پخپلو خلکو ظلم کوي يا يې د پاللو مخې ته يې ځنډونه جوړوي.
)(سَآءَ مَثَلًا الْقَوْمُ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِاٰيَاتِنَا
وَأَنْفُسَهُمْ كَانُوا يَظْلِمُونَ».[1]
( هغه قومونه بشري پرګنو ته ډېره بده بېلګه ده، چې آيتونه
زموږ دروغ وګڼي او پخپله پر ځان ظلم كوي).
ولسونه چې څومره د عقل او عاطفې له پلوه پیاوړي شي هومره الهي، تشریعي او
طبیعي قوانین پېژندلای، پلي کولای او څومره چې بشري سرچېنو ته وده ورکول کېږي، هومره خپل قرآني موخې ترلاسولای او د نېکمرغيو لوړو څلو ته رسېداى شي.
«مَنْ يَهْدِ الله فَهُوَ الْمُهْتَدِي وَمَنْ يُضْلِلْ
فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ».[2]
(چاته چې الله تعالی هدايت ورپه برخه كړي، يوازې هماغه سمه لار مومي او
څوك چې الله تعالی له خپلې لارښوونې څخه محروم كړي، ناكام او نامراده پاتې كېږي).
هغه قومونه چې عقلي او عاطفي روزنيزې چارې ترسره
نه کړي، د دوی د ژوندانه سیستمونه، ځکه د څارویو غوندې دي، چې د دوی عقلونه، عواطف،
سترګې، غوږونه بشري خدمتونه او خپلې دندې په کره او پوره بڼه نشي ترسرولای او دوی
خپلو ولسونو لپاره د ښې راتلونکې په اړه بې غوره دي، یا په قرآني تعبیر غافلان دي.
لاندې آیت ته چې له پورته آیتونو سره دقیق تړاو لري، ځیر شئ جوته به شي، چې د
قرآني کيسو یوه موخه د عقلونو هوښیارول، د عواطفو رڼول، سترګې، غوږونه پایله والو
چارو اجراء ته په منتجه بڼه چمتو کول دي: « وَلَقَدْ ذَرَأْنَا
لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ
بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ اٰذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ
بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ».[3]
(او دا حقيقت
دى چې زياتره پيريان او انسانان داسې دي چې د دوزخ لپاره مو پيدا كړي دي. د هغوى
زړونه شته، خو
حقایق او حقوق پرې نه درک کوي. سترګې يې شته، خو حقایق اوحقونه پرې نه ویني. غوږونه
يې شته خو د حقایقو اورېدو او د حقونو اداء ته نه دي چمتو چې څه پرې واوري. د هدف او چارو له
پلوه د څارويو په شان دي ؛ بلكې تر هغو هم بتر، همدوی له دنیوي او اخروي ژونده بې
خبره دي).
No comments:
Post a Comment