۳. حقیقي او رښتینې کيسې


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۳.       حقیقي او رښتینې کيسې

قرآني کيسو له وهم، خیال او کاذبو تصوراتو نه سرچينه نه ده اخیستې، د قرآن کریم هره جمله او کلمه د حقیقت، حقپالنې او د ژوندانه یو رښتینی عملي انځور دی.

هغه روزنیز، ښوونیز، وګړیز او ټولنیز حقایق چې د څېړنو او پلټنو له لارې لاس ته راځي ارواپوهان ورپسې شپې رڼوي، قرآن کریم یې موږ ته بې له څېړنې راښيي ؛ خو شرط يې خواخوږي، زړه سوى، لورانده عاطفه، لوړه علمي پانګه، روښانه عقل او د ټولیزې ګټو د انکشاف او خوندي کېدا لپاره ټولنیز فعالیت او رېښتنې ژمنتيا ده.

په لاندې دوو آیتونو کې دقت وکړئ!

«قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ».[1]

(دوى وپوښته: ايا پوهېدونكي او نه پوهېدونكي يو شانته كېداى شي؟ نصيحت خود پوهې خاوندان مني).

«وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ».[2]

(دغه مثالونه د خلكو دپوهونې لپاره راوړو، خوپدې باندې هماغه كسان پوهېږي چې دعلم خاوندان دي).



[1]. الزمر: ۹.

[2]. العنکبوت: ۴۳.


No comments:

Post a Comment