۱۷. د قرآني کیسو موخه، وړتیاوو سالمه وده


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۱۷.       د قرآني کیسو موخه، وړتیاوو سالمه وده

قرآن کریم مې چې څومره ولوست، په دې پوه شوم چې شیطانان انساني وړتیاوې غولوي، ویده کوي، ډاروي، بې پروا کوي، شنډوي او لوبوي، پېغمبران انساني وړتیاوو سره رښتیا وايي، ویښوي، پوهوي، زړوروي، مصمم کوي، هوډمنوي، هدفمنوي، ستروي او په منتجو چارو یې بوختوي.

څوک چې له کېفي پلوه فطري اداري استعداد لري، د سلیمان بڼه خپلوي او د همغسې سیستم د جوړولو هڅه کوي، چې خپله مړ او خلک پکار بوخت وي ؛ خو څوک چې اداري وړتيا نه لري، دى مخامخ ولاړ وي او کاريګر کار نه کوي.

څوک چې د مالي نظام د انتظام استعداد لري، هغه یوسف غوندې هېواد او هېوادوال له اقتصادي بحرانه ژغوري ؛ خو څوک چې د موسی علیه السلام غوندې پرېوتی قوم ژغوري او د فرعون پرځونې فطري ځواک ولري، هغه فرعون او فرعوني لښکر په داسې پوره مهارت د ډوبېدو پر لور بیايي، چې مظلومان په پوره مهارت د نجات ساحل ته پورې باسي.

«نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْاٰنَ وَإِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ (٣) إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ (٤) قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ (٥)وَ كَذٰلِكَ یَجْتَبِیْكَ رَبُّكَ وَ یُعَلِّمُكَ مِنْ تَاْوِیْلِ الْاَحَادِیْثِ وَ یُتِمُّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكَ وَ عَلٰى اٰلِ یَعْقُوْبَ كَمَا اَتَمَّهَا عَلٰى اَبَوَیْكَ مِنْ قَبْلُ اِبْرٰهِیْمَ وَ اِسْحٰقَ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۶».[1]

(اى محمده (صلى الله عليه وسلم)! موږ دا قرآن کریم تاته وحې كړى، په ډېر ښه اسلوب سره پېښې او حقائق او تر ټولو ښه کيسه درته بيانوو، كه نه مخكې له دېنه خو ته (له دې کيسې نه) بېخي بې خبره وې. دا د هغه وخت يادونه ده، چې كله يوسف (علیه السلام) خپل پلار ته وويل: پلاره! ما خوب ليدلى چې يوولس ستوري دي او لمر او سپوږمۍ ده، چې ماته سجده كوي. په ځواب كې د هغه پلار وويل: زويكيه! دا خوب دې خپلو وروڼو ته مه وايه، كه نه نو هغوى به په دسيسه جوړولو او ستا د ربړولو په هڅه كې شي. حقيقت دا دى چې شيطان د انسان ښكاره دښمن دى او همداسې به وي (لكه څنګه چې تا په خوب كې ليدلي دي چې) ستا رب به تا (د خپل كار لپاره) غوره کړي او تاته به د خبرو تر تل پورې رسېدل، د ر زده كړي او پر تا او د يعقوب پر ټبر به خپل نعمت په هماغه شان پوره كړي، لكه له دېنه مخكې چي يې ستا پر نېكونو ابراهيم او اسحاق پوره كړی دی دا يقيني ده، چې ستا رب پوه او حكمت والا دى).



[1]. یوسف: ۳-۶.


No comments:

Post a Comment