چې د خلکو خیر خواهي لري په زړه کې مبارک شه بادشاهي رې په زړه کې
لیکوال: محمدناصر حلیمي
۱۹. نړۍ او نړېوالو ته خیر خواهي
د پورته شننې په رڼا کې ویلای شو
چې د نړېوالو پر وړاندې د اسلامي امت اساسي مسؤولیت دا دی، چې نړۍ او نړېوالو ته د
هدايت، رحمت، حقپالنې، حق ځواکمنۍ او ادایېنې ذریعه شي او په دې ډګر کې د خدمتګارو،
هوښیارو او مهربانو طراحو ښوونکو او روزونکو نقش ادا کړي. هسکې او پرمخ تللې ټولنې جوړې کړي، وګړي وروزي، هوښیار او کاري تشکیل را منځته کړي، چې قرآني سپېڅلي
موخې پرې ترلاسه کړي، خپلو سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو لپاره قرآن کریم د بشري هدايت
ذریعه او مسلمان د رحمت سرچينه او د هدایت مخې ته پراته خنډونه هوار شي، فردي او
اجتماعي تعاملات، راشه درشه او اړیکې د مهربانۍ، عدل او علم له مخې وده او پرمختګ
وکړي.
نړۍ او نړېوال دې د مسلمان په عملي
چارو کې د رحم بې شمېره نښې ولولي او د فعاليتونو نتائج يې مثبت و ارزوي، د انسان ذوق دومره لوړ، خوږ او ښایسته شي، چې د حق پالل،
منل او پلي کول تر هر څه ورته غوره او خوندور وبرېښي. تر څوکۍ، شتمنۍ او نورو ټولو
خوندونو باید د حقایقو ښکاره کول او د حقونو ادا کول، په کره او پوره توګه د ژمنو
سرته رسول ورته ارزښتمن وي. حق اوحقایقو ته هېڅکله شا وانړول شي، که د ټولې دنیا
په بیه هم وي.
الله تعالی د تېرو ولسونو د زوال
یو علت دا ښيي چې د دوی شخصیتونه په زر او زور سره جوړېدل، په زر او زور نن یو رنګې او سبا بل رنګې وو او
حقپالنې ته د زړه له تله نه وو تيار.
ښه خوراک، څښاک، کور او په زړه
پورې استوګنځی د بشـر حق دی، چې باید ورته چمتو شي.
که ظلم، غصب، انحصار، لوټ او تروړونه
خپل ځای عدل، سرښندنې او ازادۍ ته وسپاري، ټول وګړي له خپلو حقونو برخمن کېدای شي،
کاینات تر اړتیا ډېره وړتیا لري، ځکه د محرومیتونو لامل ټولنیزه بې عدالتي او حقتلفي
ده، نه دې منابعو او مواردو کمښت.
بشريت له خپلو اساسي اړتیاوو دومره
بې برخې نشي، چې حقتلفۍ ته ملا وتړي، هغه قومونه چې تر حقپالنې پورته شیان ورته
ارزښتمن وي، د دوى د ټولنیز ژوند اساسي عناصر بې نظمي، ناامني او د پرديو په لومو
کې ښکېلېدل وي، د اجتماعي جوړښت له پلوه د دوى ژوند تر حده زیات تریخ او د یو بل
په ځپلو، کنځلو او رټلو بوخت وي.
No comments:
Post a Comment