تربیوي ظلم


لیکوال:محمدناصرحیلمي

تربیوي ظلم

د ماشوم لپاره د رنځور پلاراو رنځورې مورانتخاب ظلم دی. پر له پسې ولادتونه چې د ماشوم د شيدو دوه کلن حق اداء نه کړاى شي او مور زیانمنه شي، روزنيز او تربیوي ظلم دی.

«له ابن مسعود رضي الله عنه نه روایت دی چې پېغمبر صلى الله عليه و سلم لس کارونه بد ګڼل، چې یو يې هم د ماشوم فاسدېدل دي، فاسدېدل دې ته وايي چې دوه کاله شېدې يې نه وي پوره شوې او مور يې بيا اميندواره شي: «و فساد الصبي غير محرمه».[1](د ماشوم فاسديدل الله تعالی بد ګڼي سره د دې چې حرام ندي)

د ماشوم فاسيديدل يعنې: «هو أن يطأ المرأة المرضع، فإذا حملت فسد لبنُها، وكان في ذلك فساد الصبي».[2]

(په جماع سره د شېدې ورکوونکې مېرمنې اميدواره كولو سره شيدې يي فاسدېږي، همدې ته د ماشوم فاسدېدل وايي).

د انسان روزنه د مور و پلار په وجود کې پیلېږي. د مور په نس کې د ماشوم د روزنې مهم پړاو دی، مور له ښه خوراک، ښه څښاک خوشاله ژوند څخه بې برخې کول پر ماشوم تربيتي ظلم دى.

محمدﷺ ۱۴۰۰ کاله مخکې دا خبره کړې وه چې د انسان نېکمرغي او بدمرغي د مور په نس کې ده، اما اوسنی څېړنیز علم دا خبره اوس په ښکاره وسایلو ثابته کړه: عَنْ عَبْداللهِ بْنِ مَسْعُود، أَنَّ رَسُولَ اللهِﷺ قَالَ: «أَلَا إِنَّمَا الشَّقِيُّ مَنْ شَقِيَ فِي بَطْنِ أُمِّهِ، وَالسَّعِيد منْ وُعِظَ بِغَيْرِهِ». [3]

(له عبدالله بن مسعود نه روایت دی چې رسول الله ﷺ وايي: خبر اوسئ، چې بدبخته د مور په ګېډه کې بدبخته کېږي او نېکبخته هغه دی چې د نورو له خوا پوه او هوښیار شي).

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ ﷺ:«الشَّقِيُّ: مَنْ شَقِيَ فِي بَطْنِ أُمِّهِ، وَالسَّعِيد: مَنْ سُعِدفِي بَطْنِهَا». [4]

له ابي هریره نه روایت دی چې رسول الله ﷺ وايي: خبر اوسئ! بدبخته د مور په ګېډه کې بدبخته کېږي او نېکبخته هغه دی چې د مور په نس کې نېکبخته شي).

«عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رسول الله ﷺالسَّعِيد منْ سَعِدفِي بَطْنِ أُمِّهِ». [5]

(له ابي هریره نه روایت دی چې رسول الله ﷺ وايي: نېکبخته هغه دی چې د مور په نس کې نېکبخته شي).

خوشحال بابا د دې حدیث د وضاحت په اړه داسې عالمانه شعر وايي:

بدبختان د مور په نفس کې بدبختانو
 دنیا کې زيست روزګار په بدبختۍ کا
حميده چارې چې کا پکې تنګدل وي
که قدم هر څو ثابت کېږدي پر لاره

چې د مور له نفسه پرېوځي هغه شان وي
بل جهان لره بدبخت شقي روان وي
څو چې وي په ذميمه کې دلشادان وي
په دويم قدم بيا زر په زړه پښېمان وي[6]

زموږ د وروسته پاتې والې یو اساسي لامل دا دی، چې موږ د مور په نس کې پر ماشوم پانګونه او د ماشوم روزنه نه کوو، ماشوم د مور په بطن کې د مور لپاره ښه خوراک، څښاک، خوښۍ او مینې پانګونې ته ډېره اړتیا لري، همدا لامل دی چې تر شتمنو کورنیو مؤمنې، شاکرې او صابرې میندې ستر اتلان ټولنې ته وړاندې کوي. ناشکره مېرمنې تل دې پسې ځورېږي چې څه نه لرم؟ او صابرې مېرمنې له وړو او لږو نعمتونو نه خوند اخلي.

ښځه قوی العاطفه ده، معمولي خپګان يې ډېر ژور اغېزمنوي، هغه نارینه چې با کیفیته نسلونه له الله تعالی غواړي باید کورنۍ کې د خپګان ټول مادي او معنوي لاملونه ختم کړي او د کورنۍ غړي د ستونزو اوکړاونو په مقابل کې په زغم وروزي.

د مور په غېږ کې د ماشوم د ژوند ډېره ارزښتناکه برخه پر مخ ځي، ماشوم د مور له شيدو څخه بې برخې کول، نه يې لوبول نه يې خندول او نه يې نازول روزنيز ظلم دى. د معیاري وړکتونونو نشت روزنیز ظلم دی. د معیاري کتابتونونو، مسجدونو، ښوونځيو او پوهنتونو نشت هم روزنیز ظلم دی. د کسب ناسمه زده کړه، چې خپلې دندې د کره او پوره ترسرولو په اړه نيمګړې روزنه د بشري منابعو په اړه غفلت ظلم دی، په پردۍ ژبه دنصاب تحميلول او تدريسول تربيتي ظلم دى. په رسنيو کې پردی کلتور او د دین پر خلاف خپرونې تربيتي ظلم دى.

لوی روزنیز ظلم دا دی چې زموږ ماشومان او ځوانان کتابونو کې عدالت لولي او ټولنه کې ظلم زغمي، په کتابونو کې مینه او مهرباني لولي او ټولنه کې کرکه او بدبیني تجربه کوي، موږ به ترهغه ځوړ روان یو چې ټولنه مو د ښوونیز او روزنیز نصاب عملي انځور شي او دا د لوټمارو چارواکو په موجودیت کې نشي کېدای.



[1]. الحاکم النیساپوري، ابو عبدالله محمد بن عبدالله الحاکم، المستدرك على الصحيحين ، ج۶ ، ص ۱۵۸.

[2]. عظيم ابادي ، ابن عبدالرحمن شرف الحق العظيم ابادي ، عون المعبود شرح سنن أبي داود ، ج 6 ، ص 280.

[3]. الطبراني ، الحافظ ابي القاسم سلېمان بن احمد ، المعجم الكبير ج 3 ، ص ۱۷۵.

[4]. الآجري ، ابوبکر محمد بن الحسين ، الشريعة للآجري ج 2 ، ص 785 .

[5]. الطبراني ، الحافظ ابي القاسم سلېمان بن احمد ، المعجم الأوسط ، ج ۸ ، ص223.

[6]. د خوشحال کلیات.


No comments:

Post a Comment