د بد اخلاقیو سرچینه


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د بد اخلاقیو سرچینه

د ټولو بد اخلاقیو سرچینه ناپوهي، کم عقلي، د سپکاوي او کمترۍ احساس دی، سترو ولسونو چې د فرعون له ظالمانه اوامرو او ځپونکيو طرحو سره سره بیا هم د فرعون منندویان او پلویان وو، قرآن کریم يې لامل د سپکاوۍ هغه احساس او روږدتیا ګڼي چې بني اسراییلو له خپل ټولنیز درناوي او وګړیز درنښت څخه درلود.

ولې درانه ولسونه د سپکو چارواکو ستاینه او له سفاکو چارواکو مننه کوي، قرآن کریم وايي چې دوی د اخلاقو له پلوه پرېوتل، پرېوتي قومونه تل د پرېوتو مشرانو ستاینه او د دوی پر بې کفایتۍ سترګې پټوي او له حیاء پرته یې ستاینه کوي.

«فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ».[1]

(خپل قوم یې سپک کړ بیا یې اطاعت وکړ او دوی فاسق قوم و).

د فرعوني چارواکو خبرې پخې او درنې نه وي، د ستونزو د حل لایحه او برنامه پکې نه وي، دوی ځان ستايي، په غوړو الفاظو کې خپلو ظالمانه کړنو ته زرینې پردې جوړوي، ولسونه او وړتیاوې ځپي، عامه او دولتي شتمنۍ لوټوي د ولسونو د سپکولو له لارې پر سپکو ولسونو ځانونه د زر، زور او تزویر له لارې تپي.

«فَاتَّبَعُوا أَمْرَ فِرْعَوْنَ وَمَا أَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِيدٍ».[2]

(سره له دې چې د فرعون امر ګټور نه و بیا هم دوی د هغه اوامر منل).

ناپوهي او کم عقلي د دوی د اطاعت اساس و، د فرعون کمال په دې کې و چې فرعون بني اسراییل د خپلو پوهانو له خوا ناپوهه ساتلي وو دوی یې د خپلو لاپو شاپو په منتر او ظالمانه کړنو په خطر کې ښکېل کړي وو.

ابن الأعرابي وايي: خپل قوم یې نا پوهه وساته دبني اسراییلو عقلونه واړه او فکرونه یې لنډ و ؛ نو په همدې خاطر دوی د فرعون هغه اوامرو ته چې د دوی د زامنو په مرګ او دنجونو په بې حیا پای ته رسېده هم چمتو وو.[3]

 په همدې خاطر الله تعالی خپلو بنده ګانو ته وايي، چې د بني اسرائيلو په برخلیک خپل ځان او قوم مه ښکېلوئ!

په پورته آیت کې الله تعالی علماوو ته وايي، د خپلو ولسونو د سیاسي، اقتصادي، تجارتي، روغتیايي، اخلاقي، علومو او تخصصاتو کچه لوړه کړئ! که مو داسې ونه کړل، ولسونه به مو د فرعوني لښکرو عسکر وي ستاسو ګټې به ستاسو د بچیانو او لوڼو په لاس پردیو ته ورځي.



[1]. الزخرف: ۵۴.

[2]. هود :۹۷.

[3]. فتح البيان في مقاصد القرآن ج 12 ، ص 363 عربي متن: « المعنى فاستجهل قومه فأطاعوه لخفة أحلامهم ، وقلة عقولهم».


No comments:

Post a Comment