لیکوال: محمدناصر حلیمي
۱۲. بشري اړتیاوې او وړتیاوې
هر انسان قرآن د
خپلو فطري او اکتسابي وړتیاوو په پرتله اخستلای او هضمولای شي. ناپوه قوم خپل
پرمختګ د بشري منابعو له انکشاف او کارنده کېدو پرته غواړي، بشري او طبعي منابع
امانتونه او
الهي نعمتونه دي. غوړول، پنځول، وده ورکول او کارول يې د پېغمبرانو
وراثت او د بشري وړتياوو هوښيارول، پوهول، پنځول او په کار اچول د بشري
پرګنو، اجتماعي پديدو او طبيعي
پرمختياوو بنسټ دى.
«ذَلِكَ بِأَنَّ الله لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا
نِعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَأَنَّ
الله سَمِيعٌ عَلِيمٌ».[1]
(دا
ځکه چې الله تعالی هېڅ يو نعمت چې كوم قوم ته يې ور په برخه كړى وي تر هغه نه
بدلوي چې هغه قوم خپله كړنلاره او كړنچاره نه وي بدله كړې. الله تعالی د هر څه اورېدونكى
او په هر څه پوهېدونكى دى).
«اِنَّ اللّٰهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ
حَتّٰى يُغَيِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْ».[2]
(حقيقت دا دى چې الله تعالی د هېڅ قوم
حالت نه بدلوي، چې هغوى پخپلو ځانونو کې بدلون رانه ولي).
فضل احمد غر د شعر په ژبه دا آیت داسې ژباړلی
دی:
خدای هم نه بدلوي حــال د هــغه قوم
څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله
نفس په قرآن کریم کې هغه انساني جوهر او بشري وړتیاوو ته ویل کېږي، چې د انسان په عقل، جسم او روح
کې وي او د باکيفيته ښوونيز نظام او روزنیزې پروسې له لارې روزنه، وده، پرمختیا او سپېڅلتیا ته له نطفې تر وفاته
اړتيا لري.
په نفس کې تغیر د عقل، روح او جسم
پیاوړتیا، پرمختیا او سپېڅلتیا ده او دا له با کیفیته ښوونیزو ادارو، با کفایته علمي کاري ډلو تنظيم شوي سېستم څخه پرته نشـي رامنځته کېداى.
ځکه الله تعالی وايي: «وَ اَنْ لَّيْسَ لِلْاِنْسَانِ اِلَّا مَا
سَعٰى وَ اَنَّ سَعْیَهٗ سَوْفَ یُرٰى ثُمَّ یُجْزٰىهُ الْجَزَآءَ الْاَوْفٰى».[3]
(او دا چې د انسان لپاره هېڅ نشته
مګر د هغه د هلو ځلو نتيجه او دا چې د هغه هڅې به ډېر ژر
وليدل شي او د هغې پوره بدله به ورته وركړل شي).
د دې کتاب د اهدافو ترویج او پلي
کولو لپاره باید د لوستونکو استعدادونه د سپېڅلو،
لوړو، عادلانه، کریمانه او رحیمانه اهدافو د لاسته راوړو د ټولنیزو او فردي ګټو
لپاره په قوت سره وده وکړي، د کتابوالو عواطف او سپېڅلي احساسات سمبال او عقلي کچه
یې داسې لوړه شي، چې ذهن او د بدن غړي یې د عملي کولو پایلیزه او نتیجوره وړتیا
پیدا کړي. که داسې وشوه ؛ نو مسلمانان به د ټولګټو چارو محور د طبیعي او صنعتي
ودانیو اتل او د انساني پرمختیاوو مخکښ وي.
آن تر دې که مسلمانان د اسلامي امت
د نجات لپاره داسې طرحې جوړوي، چې بشري سعادت ته پکې پاملرنه نه وي شوي، اسلامي طرح نه ده، بلکې د اوبو ځګ دی او د بریالیتوب درشل ته نشي رسېدای.
د رسول الله ﷺ په ۲۳ کلن پېغمبري
ژوند کې څوک نشـي جوتولای چې په معمولي طرحو کې يې یواځې د مسلمان ګټه په نظر کې
نیولې وي.
«و وَمَا أَرْسَلْنَاكَ
إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا
يَعْلَمُونَ (٢٨) [4]، وَمَا أَرْسَلْنَاكَ
إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (١٠٧) [5]، وَمَا هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ
لِلْعَالَمِينَ» [6]، يعنې
اسلامي طرح هغه طرح ده چې د مېږتانو، ماهيانو، څارويو او نباتاتو ګټه هم پکې له
پامه نه وي غورځوېدلي.
ځکه نړېوال دين په محلي طرحو ځپل
کيږي او له منځه ځي.
عقلي استعدادونو ته وده ورکول او
پیاوړي کول هم قرآني موخه ده، هم د قرآني حقونو او مسؤولیتونو د اداینې بنسټ او هم
د قرآني حقونو د ادا ثمره او نتیجه ده.
د عقلي انکشاف سیستمونو، مخې ته د
پرتو خنډونو د هواري لارې چارې یادې شوي دي او همدا راز له عقلي انکشافه بې برخې
ولسونه او د هغوی په ژوند کې شته کړاوونه، د عقل او ايمان له پلوه پرمخ تللي
قومونه، د هغوی د ژوند نتايج او ځانګړتیاوې هم یادې شوي دي.
وروسته پاتې او
ناسپړلي عقلونه، ناپوهه ذهنونه، سستې او کمزورې ارادې اوماتېدونکي هوډونه د قرآن
کریم د بار وړلو توان نه لري، دوی د قرآن کریم د ارزښت کمولو او بې ارزښته کولو
عملي او تطبیقي توکي دي، قرآن کریم د ارزښت پر سر چې دوی کومې خړې ورېځې خورې کړي،
د قرآن خاوندان د دغه ارزښت د جوتولو لپاره باید د دنيا او آخرت په اړه غښتلي عالمان او پياوړي عاملان
وروزي، د مسلمانانو د جسمي، عقلي، روحي او رواني پیاوړتیا لپاره له نړېوالو څېړنيزو تجربو نه په استفادې سره په نصاب
کې د روزنیزو سیستمونو ایجاد ته عالمانه مټې راونغاړو او په لوړ همت او پایلیزه بڼه يې وړاندې کړو.
«الر تِلْكَ آَيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ (١) إِنَّا
أَنْزَلْنَاهُ قُرْآَنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ (٢)».[7]
(الر- دا د هغه كتاب آيتونه
دي، چې ښكاره او روښانه دي، موږ دا قرآن کریم په عربي ژبه
ځکه نازل كړی، بویه چې تاسې خپل عقل پکار واچوئ).
د پوهې، درک او
تطبیق له پلوه باید قرآن کریم اسانه او د انسان عقلي او عاطفي کچې ته د زدکړې او تطبیق
لپاره راښکته، د انسان عقلي او عاطفي کچه پورته
او سپېڅلې کړو، چې انسان
خپل عقل او عاطفه په ژوند او قرآن کې په متوازنه بڼه وروزي،
پکار يې واچوي او له همدې لارې انساني ټولنې د نېکمرغیو
په لور سیخ کړي او له بدمرغيو او بدامنيو څخه يې وژغوري.
د دې ستر نعمت، له منلي حقیقت او روښانه لمر څخه د انکار دلیل له عاقل انسان سره نشته.
همدا لامل دی، چې پرځان بسیا
ولسونه او شخصیتونه د ټولنې د رغولو او جوړولو لپاره ګډ کار کوي، له قرآن کریم نه په عاقلانو کې منکر نشته. د نړۍ په عاقلانو کې موږ د قرآن کریم له حقانيته دوه ډوله منکرین لرو:
1.
چې اسلام یې نه دی لوستی یا یي
اسلام د مسلمانانو د عملي ژوند له لارې پېژندلی.
2. هغه چې اسلام یې لوستی
خو د ضد او عناد له امله یې نه مني، قرآن کریم ورته جاحد وايي، الله تعالی وايي: «وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ فَالَّذِينَ
اٰتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمِنْ هَؤُلَاءِ مَنْ يُؤْمِنُ بِهِ
وَمَا يَجْحَدُ بِاٰيَاتِنَا إِلَّا الْكَافِرُونَ (٤٧) وَمَا
كُنْتَ تَتْلُو مِنْ قَبْلِهِ مِنْ كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا
لَارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ (٤٨) بَلْ هُوَ اٰيَاتٌ
بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِاٰيَاتِنَا
إِلَّا الظَّالِمُونَ».[8]
(همدارنګه موږ تاته كتاب نازل
كړی دی، له دې كبله هغه خلك چې موږ ورته مخكې كتاب وركړى و، اوس یې پرې ايمان راوړى او له دې خلكو (مشـركانو) نه هم ځينې پرې ايمان
راوړي او زموږ له آيتونونه يوازې كافران منكرېږي).
جحد سره له علمه او عناده انکار ته
وايي. جاحد هغه دی، چې سره له علمه له قرآن کریم نه
د عقدې له مخې انکار کوي.
اوس ډېر نا مسلمانه پوهان د اسلام
پر حقانیت پوه دي؛ خو د مسلمانانو خپلسری، بې نظامه او بې امامه ژوند دوی ته د
اسلام منلو اجازه ځکه نه ورکوي چې د تطبیق متره یې په مسلمان کې نه ګوري، ځکه بشري عقل دومره پرمختګ کړى، چې علمي
حقايق د عمل او نتيجې په هېنداره کې څېړي، نا تطبيقي علمي حقايق د موزيم په تاخچه
کې ږدي نه د عقل او زړه په دريڅه کې.
د الله پر وړاندې موږ په تطبيقي اسلام او منتج ایمان ژمن يو.
مسلمانان چې نن د سلامت بښونکي دين په
لمن کې د بد امنۍ سزا ګالي ګناه يې دا ده، چې تطبيقي اسلام يې نا تطبيقي
او
منتج ایمان يې بې ريښې او بې ثمره کړى.
که څه هم په نړۍ کې داسې پوهان هم
شته دی، چې له ښېگڼو يې خبر دي؛ خو مسلمانانو سره د ضد
او عناد له امله قرآن کریم نه مني.
که د پېغمبرﷺ د ۲۳ کلن دعوت رڼا بښونکې تاریخچه ولولئ ؛ نو پوه به شئ چې رسول
الله صلی الله علیه وسلم له دوست، دښمن، مؤمن، منافق، کافر او مشـرک سره مینه ناک او رحم بښانده چلن کړی دی، یوه ستغه وينا، سپکه
وضع او سپوره خبره يې په ډېرو سختو حالاتو کې هم نه ده کړې.
مقابل لوری یې نه دی توهین کړی، خپل پيغامونه يې خلکو ته په خوږه ژبه او عاقلانه بڼه رسولي دي.
د رسالت ستر او سپېڅلی امین محمد
مصطفیﷺداسې یو کار نه دی کړی، چې پر لنډ فکرۍ یې دلالت وکړي؛ خو د ظلم ځواب يې په
مینه او عبرتناکه توګه له زغمه وروسته ورکړی دی.
[1]. الانفال: ٥٣.
[2]. الرعد: ۱۱.
[3]. النجم: ۳۹- ۴۰.
[4]. سبا: ۲۸.
[5]. الانبیاء: ۱۰۷.
[6]
القلم: ۵۲.
[7]. یوسف: ۱-۲.
[8]. العنکبوت: ٤٩-۴۸.
No comments:
Post a Comment