لیکوال:محمدناصر حلیمي
مينه ناکۍ او لوراندې قرآني مخونې
د
قرآني موخو مخې ته ستر خنډونه سیاسي خپلـسري،
استبداد، مذهبي تعصب، نفاق، ټولنیز اختلاف او بهرنی استعمار دی.
قران بشري پرګنو ته د سلامتیا او امن تطبیقي منتج محرک پیغامونه
لري، د ده په سیوري کې انسانان له مادي او معنوي لوږې او وېرې ژغورل کېږي، اساسي
اړتیاوې يې له چاپلوسۍ او کړاو پرته حلیږي، د جسمي، عقلي او فکري ودې، سلامتیا او امن
لپاره یې تضمین شوې لارې چارې ایښودل کېږي، په دې شرط چې د سیاسي استبداد ریښې وچې
او د دیني عالمانو ترمنځ اختلاف عالمانه او رحيمانه تګلاره غوره کړي د تعصب کرغېړن
او خود خواهۍ بوین کچ ته ونه رسېږي.
مستبد چارواکي یا په بله ژبه د
ولسونو د مالونو او وړتیاوو برلاسي او قانونمند غله اوس او پرون د دینپوهانو د
خپلمنځي کړکېچ نه په استفاده د خلکو پر مادي او معنوي امکاناتو ملنډې وهلي دي او
لا يې وهي، په همدې وجه قرآني موخې ترلاسه نشوې. دا بايد ومنو چې د اسلامي
هېوادونو غله عياش او ناپوه چارواکي د اسلام او قران مخې ته ستر خنډونه دي.
استعمار د داخلي کړکېچونو یا په
بله ژبه د سیاسي استبداد او مذهبي اختلافاتو نتیجه او د تعصباتو زهرجنه مېوه ده، موږ
باید د سیاسي استبداد او مذهبي اختلاف د ورکاوي حل له لارې د استعمار چینې او
سرچینې وچې کړو، چې په دردناکو نتایجو یې اخته
نشو. سیاسي استبداد او مذهبي تعصب او د اختلاف پارونې [1]
لاملونو بشريت د قرآني پلوشو له وړانګو محروم کړی دی، دا چې ولې موږ بشري پرګنو ته
د قرآني نومونو او صفتونو په معیار ویاړلی ژوند نشو بښلای، لامل یې خپلسري، استبداد،
تعصب او استعمار دی.
د مسلمانو ديني علماوو تعصب او
اختلاف د کثرت، شمېر او اهمیت له پلوه هغې کوچنۍ ورېځې ته ورته دی، چې د
لمر مخ پټوي. که څه هم د وریځ کتله د لمر ملیاردمه برخه هم نه ده، خو سره له دې د
لمر مخ د خلکو له سترګو پټولای او ډېرې سیمې له ژورو تیارو سره مخ کولای شي.
اتفاقي خبرې د لمر او اختلافي
موضوع ګانې د ورېځو هومره دي، چې دا یې څو ملیاردمه برخه راځي. متأسفانه زموږ ژوند،
وړتیاوو، امکانات او فرصتونه اختلافي موضوع ګانو دومره بوخت کړي
دي، چې زموږ د کار وړ او ستر شخصیتونه هېڅ ډول هدفمنو طرحو، لوړو چارو، پیاوړي
تشکیلاتي ټیمونو جوړونې او ځيرکېدنې ته نه پرېږدي. تطبیق او عملي منډه خو لا پرېږده ؛ ځکه چې د مسلمانانو
خواشینوونکي ژوند ته په کتو سړی پوهیږي چې څومره له قرآن کریم نه لرې یو.
مسلمان چې کله قرآن کریم لولي، باید
له تعصب، اختلاف او نورو شخصي عقدو څخه احساسات، عقل او عاطفه پاکه کړي، قرآن کریم
ته ځان تسلیم او په دې اعتراف وکړي، چې څه زه وایم او یا یې کوم، باید له قرآن
کریم نه سرچينه واخلي او قرآن کریم باید خپلو شخصي اندونو ته ښکته او خپلو موخو ته
يې تحريف نه کړم ؛ بلکې خپل افکار، چارې او سيستمونه د قرآن کریم په رڼا روښانه، پياوړی
او لوړ کړم.
قرآن کریم عقل، عاطفې، جسم، روان او ټولنې
لپاره پوهنیز، ښوونيز او روزنيز لارښود وګڼي او پرمختیايي
نتایج پرې مرتب کړي، ځکه چې قرآن کریم تل سمسوره، ښېرازه او مثمره ونه ده.
لکه امام ابن قیم رحمه الله چې
وايي: «له قرآن کریم څخه هغه څوک پوره ګټه اخستلای شي، چې قرآن کریم ته پوره ځیر
شي او د زړه په غوږو یې واوري، قلباً او
جسمًا حاضر وي». همدارنګه الله تعالی هم وايي: «إِنَّ فِي
ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيد».[2]
(یقیناً په دې قرآن کې
هر هغه چا ته ډېر پند او عبرت دی، چې زړه او عقل ولري او پوره غوږ ورته کېږدي او
له زړه نه وررته ځير او ګواه وي). [3]
که قرآن کریم د دې پراخ فکر او
سپېڅلې عاطفې په دائره کې هوښيارانه ولوستل شي، وشنل شي او وکتل شي، ځکه چې د ژوند
ټول اړخونه پکې انځور شوې دي، د نړۍ په ټولو پرمختیایي چارو کې د ټول بشريت لپاره
د لارې مشال او ځلانده لمر دی.
دكتور موريس بوكاي وايي: «بشري پرګنو ته د الله تعالی له لوري غوره ډالۍ قرآن کریم دی،
ځکه چې هېڅ شک پکې نشته».
جيمس متشنر وايي: « قرآن کریم د نړۍ په کچه تر ټولو کتابونو زیات لوستل کېدونکی کتاب
دی، تر ټولو کتابونو اسانه حفظ کېږی، د ایمانوالو په ورځني ژوند کې ډېر پکارېږي، د"عهد قدیم[4]"کتاب غوندې ډېر اوږد نه دی، اسلوب
يې ډېر عالي د نثر په پرتله شعري رنګ پرې ډېر غالب دی».[5]
د قرآن کریم ستره ځانګړتیا دا ده چې د زړه په مینه او د عقل په لمسون يې اوري، ایمان ورسره
زیات، موخې ورسره لوړې او د ژوندانه چارې ورسره سمېږي.
مسلمانان ځکه تعصب ته ارزښت نه
ورکوي، چې د رب العالمین کلمه په هر رکعت کې بیا بیا تکراروي، حتی د اسلام، ایمان
او ريښتیني دین لپاره مسلمان په حکیمانه او عادلانه دعوت مکلف دی، د ایمان او
اسلام لپاره تعصب ځکه روا نه دی، چې پاکې اوبه هېڅوک په مردارو لوښو کې نه څښي، تعصب
د ړندو احساساتي ولولو (نا اهله ) اولاد دی.
قرآن د مخلوقاتو د خدمت او الله
تعالی ته د عبادت په تناسب او قوت سره وده ورکوي، دیني عالمان بايد د خدمت او عبادت
په روحیه وروزل شي، ځکه د قرآن کریم اساسي هدف د یو الله تعالی عبادت او مخلوقاتو
خدمت ته د انسان چمتو کول دي.
[1]. د اختلاف څېړنه د متخصصینو لخوا متخصصو ته دیني اړتیا وه او ده ،
د اختلاف پارونې له لارې د عوامو استعمالول د قران له اساسي موخو څخه پوهان او
عوام لرې کوي او ټولنه د بدمرغۍ او بې نظمۍ په لور بیايي.
[2]. ق:۳۷.
[3]. ابن قيم ، محمد بن أبي بكر بن
أيوب بن سعد شمس الدين الجوزية ، الفوائد ، ص 3.
[4]. تورات.
[5]. الزنداني الشيخ عبد
المجيد ، توحيد الخالق
، ص 174.
No comments:
Post a Comment