د شفا بښنې اخلاق (Medical Ethics)


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د شفا بښنې اخلاق (Medical Ethics)

هېڅ داسې صحي او طبي اخلاق نشته چې نړۍ منلې وي په قرآن کریم او نبوی احادیثو کې یې اصل یاد شوی نه وي. ما د ډېرو هېوادونو د طبي اخلاقو اصول ولوستل، چې ټولو یې له اسلامي تعليماتو څخه سرچينه اخېستې ده او کومې نيمګړتياوې چې لري، د اسلامي تعليماتو له لارې پوره کېداى شي.

د اسلام له دومره غني ښوونيزې او روزنيزې پانګې سره ولې موږ په طبي اخلاقو کې داسې نړېوال کتاب نه لرو، چې په نړيواله کچه پوهنتونونو کې تدريس ته يې څېړنوالان ځان اړ وګڼي؟ د اسلام پخوانيو پوهانو به په تفسير کې د تخصص ترڅنګ طبي تخصص هم درلوده. اوس هم بايد ٤٠% طبي درسونه، ٤٠% قرآن کريم او ٢٠% نور فنون ولوستل شي، بيا به مو ايله د اسلام له لارې د بشري نړۍ په اړوند خپله دنده ترسره کړې وي.


No comments:

Post a Comment